د جګړې په باب وايي چې که د ټولو شرارتونو حل وای؛ نو استبداد به هم د ټولو جګړو حل و. استبداد په لفظي توګه پر دې معنا دی چې پديدې د هغوی تر خپل حريم زياتې محدودې شي او دغه محدوديت اختياري نه وي. استبداد ټولنه په ټولنه توپير کوي، خو موږ به دلته د يوه داسې استبداد لمبو ته ځغلنده کتنه وکړو چې دا ځل زموږ په نسبت خپله د بلوونکيو پر لمنه لګېدلې ښکاري.
په ۱۹۴۷م کې چې بريټانوي استعمار د هند له جغرافيې د پاکستان په نامه ټوټه وسکښته، د جنوب لوېديځې اسيا په سيمو کې بالقوه جنجال ايجاد شو او تر بالفعل مشکله پورې را ورسېد. دغه خبره ادعا نه ده، د دې خبرې اثبات پخپله اسلاماباد دی.
د سيمې ميډيا او نن سبا نړيوالې رسنۍ په يوه خوله د پاکستان د اوزاري استعمال او ټروريزم د حمايت خبره يو ډول په خوله کې ګرځوي، مګر دې ځای ته اشاره ډېره نه کېږي چې د يوه هېواد طرح او ډيزاين د مزاحمت د دوام لپاره شوي وي، څنګه د ښو او متقابلو ګټورو سياستونو توقع ترې وشي؟
يوه بله تېروتنه دا ده چې په رسنيو کې کله کله «د پاکستان د ازادۍ» عبارت لوستل کېږي، دا هم يوه اشتباه ده، اصلي او تاريخي خبره دا ده چې پاکستان ازاد شوی نه، بلکې پاکستان ايجاد شوی دی.
هغه هېواد چې نه واحده کتله ملت لري، نه واحد فرهنګ، نه د متفق عليه مدنيت او نه تاريخ خاوند وي، هغه به لومړی اشغال څنګه شي چې بيا يې د ازادۍ خبره وشي؟ پاکستان ته د محکومو قبايلو د بنديخانې نوم هم يادېږي، لکن تر دې ور ها خوا پاکستان د جنوب لوېديځې اسيا په نسجونو کې د سرطان يوه داسې دانه هم ده چې پر ټوله سيمه ورسره درد دی. دغه درد پر هغه چا لا ډېر دی چې د دغه انتاني ټپ له څنګه اوسېدل يې اوسنی مجبوريت دی. دغه مجبور وګړي په پاکستان کې د دويم نه، بلکې څووم درجه انسان په حيث ژوند هم نه لري. پر سړکونو راکشول کېږي، ژبه يې مردوده ده، توکمي وژنه يې روانه ده، قومي اهانت يې کېږي، تاريخ يې مسخ کېږي، حيثيت يې ليلامېږي او درګرده پر رسنيو سپکېږي او ساندې يې د پاکستان حکومت د خپلې بقا تنفس ګڼي.
د ۲۰۱۸م کال پيل د پاکستان لپاره د هغې سياسي زلزلې ټکانونه پېښ کړل چې په خپل شا و خوا ۷۰ کلن ژوند کې يې نه وو ليدلي. د امريکا له خوا بنديزونه، د سيمې د هېوادونو له خوا پرلهپسې ډيپلوماټيکي انجماد، د افغانستان په بهرنۍ لابي کې يې شا ته تګ او د اسلاماباد په زړه کې د پښتانه توپاني غورځنګ ولولې هغه څه وو چې پاکستان يې د خپلو سياسي ډنډنو په خوسا ډبونو کې غرقېدو ته نږدې کړی دی.
د پښتون ژغورنې نارې د پاکستان غوږونه په داسې شڼهار اخته کړي چې د خپل راتلونکي په اړه يې تر سترګو ډېره ډارنده تصويرونه تېرېږي. پاکستان د يويشتمي پېړۍ د تهذيبي يا تهذيبنما سياستونو په دوران کې هغه اقدام کولای نهشي لکه د بابړې له احتجاجيانو سره چې يې وکړ او لاس تر زنې کښېناستلای نهشي، په دوه کې حيران دی. «د ګړنګ پر غاړه پاکستان» اندامونه رېږدوي او دغه کاروان نهشي تم کولای.
کله چې په کندوز کې افغان ځواکونو حمله وکړه، دوی خپله ټوله ميډيا دې ته ځانګړې کړې وه چې پخواني عکسونه د هغو قاريانو په نامه تېر کړي چې ګواکې په کندوز کې په نښه شوي دي. د دغو انځورونو حقيقونه داسې بربنډ شول لکه په ملګرو ملتونو کې چې يې د فلسطين انځور د ځان په مظلوميت تعبيرواه او د نن سبا ويښه نړۍ په يوه درنګ پرې خبره شوه. د کندوز د پېښې په نمايشي خوابدون يې مظاهرې سازې کړې، د زندهباد پاکستان او زندهباد اسلام نارې يې په کلدارو رانيوې او ټول توان يې پر دې مصرف کړ چې د ترهګري پر ژرنده اوبه ور سمې کړي، د افغانستان جګړه مذهبي وښيي او نړۍ ته هم ووايي چې ګواکې افغان حکومت ملکيان په نښه کوي.
تر دې ټولو لوی هدف يې بيا د پاکستان د منځ له خودجوشه حرکته د نړۍ، خپلو خلکو او افغانانو سترګې بلې خوا ته اړول وو، خو څنګه چې د منظور پښتون د غورځنګ پر ضد د لر و بر تر منځ د ذهني کرښو کاږلو کار ور نه کړ، پاکستان پر بله سټراټېژي فکر کولو ته اړ شو.
دا ځل يې وغوښتل چې اوسپنه په اوسپنه ماته کړي، خپل څو عسکر يې د کرښې دې غاړې ته را مارش کړل، په خوست کې يې پر ځاځيميدان ولسوالي حمله وکړه، خو له ولسي او نظامي غبرګون سره مخ شول. په دې سره يې ټوله هڅه دا وه چې د ډېورڼد دواړې غاړې پښتانه يو د بل په غاړه کې سره واچوي، همدا راز يې پر کونړ د بريدونو لړۍ ته زور ورکړی او غواړي چې افغانستان ور ملامت شي. دغه ملامتي نو بيا دوی پوهېږي چې په نړيواله سطحه څنګه د خپل مظلوميت او معصوميت په رنګونو کې ولړي.
دا چې د افغانانو ملي او ولسي شعور د پاکستان پر وړاندې له حساسيت سره سره معقول شوی هم ښکاري، د ځاځيميدان ولسوالي قومي مشرانو د کورمې له مخورو سره د سيمهيزې مفاهمې له لارې دغه مضره تبه وشکوله.
د پاکسان دغه لومه هم پرې کېدو ته نږدې شوه، دوی غوښتل چې دا ځل پښتون په پښتانه مات کړي، نړۍ ته ووايي چې که دغه يو قوم او لر و بر يو ډګر وي؛ نو د دوی خپلې جګړې څه معنا؟
سره له دغو ټولو نامستقيمو هڅو او توطيو يې صدراعظم خاقان عباسي د ډيپلوماسي په جامه کې پر افغانستان را کښته شو او داسې يې وښووه چې نصيحت ته ژاړي او پښې يې يخ نه دي وهلې، دی لا رسېدلی نه و چې له په اصطلاح هېواده يې کنړ ته نور توغندي هم را ورسېدل.
په دې وروستيو کې پاکستاني حکومت او مطبوعاتو يې داسې تعرضي دريځ نيولی لکه د پښتانه هويت انسان چې نه شعور لري، نه حقوق او نه د نړيوالو بشري تعاملاتو په کټګوري کې شامل وي.
پاکستان د شلمې پېړۍ په موډ کې روان دی، خو د يويشتمې پېړۍ فولادي تعقل يې يو سر او څلور پښې ښې اسانه سره جلا کولای شي. د کرښې پر غاړه يې تحريکات وکړل، دې خوا ته يې ګومارلي کسان شپه ورځ پر رسنيو لګيا دي او د حکومت د اپوزيسيوني مخالفت تر بوسو لاندې د نظام د بېخ ايستلو ته پردۍ اوبه ور تېروي.
دوی د خپلو ګومارليو کسانو په وسيله پخپله د افغانستان له ميډيا داسې تبليغول غواړي چې که په پاکستان کې د پښتنو احتجاج کېږي هم، د افغانستان د دې غاړې پښتانه يې پيوند ته لاس نهشي ور اوږدولای. پاکستان خپل ځان د ګړنګ له غاړې د کندې منځ ته په غورځېدو ګڼي، ځکه که دغه محکوم قومونه خپلو ازاديو ته ورسېږي او فرضي کرښې د پخوا په څېر ورکې شي، د پاکستان په نوم څه نه پاتېږي.
دغه جبههګيري پاکسان ځکه کوي چې د افغان حکومت د بهرني سياست له لاسه له نړيوالو فشارونو سره مخ شو، که څه هم په دغو فشارونو کې ځينې د ناز نوکارو ته ورته دي.
د پښتونژغورنې د نارې دوام پاکستان نه و فرض کړی، خو دا چې دغه هنګامه د سړېدو پر ځای توده شوه، پر پاکسان يې د ملاريا ساړه تجربه کړل. دوی دغه سرخوږی ځکه ډېر ځوروي چې له ماره د وېرېدو پر ځای له دې ډېر وېرېږي چې مار د تېرېدو لاره پيدا کړه.
په دې وروستيو کې چې افغان حکومت وسلهوالو مخالفو ډلو ته د سولې کمسارې طرح وړاندې کړه، د پاکستان په رګونو کې پيټرول وبهېدل، خو په ښکاره د مخالفت تاوان ته غاړه نهشي ايښودلای، ځکه خو له بېلابېلو لارو خپل هدف ته ځان رسول غواړي. دغه کيسه هم ژر نه رسوا کېده، خو دا چې وخت کم دی، پاکستان خپل کردار ته په پټو سترګو ادامه ورکړې او فکر کوي چې نور يې هم نه ويني.
په دې شرایطو کې پاکستان هڅه کوي چې په هره ممکنه لار د نړۍ ذهنيت او د سيمې عامه افکار مصروف وساتي او له اصلي موضوع یې منحرف کړي.
په دغسې وخت کې له پاکستان سره زموږ لا حساس کېدل ضرور دي. پاکستان لېونۍ غومبسې چيچلی، په دغه فرصت کې په کار ده چې افغان حکومت، رسنۍ او د خواله رسنيو بېوېرې ځوانه طبقه د پاکستان پر هيولا د انسانيت خپور نقاب نور هم کش کړي. ممکن نور له دغې خطرناکې بنديخانې هم محکومو قبايلو ته د وتلو لاره پيدا شي، هم د نورو د چيچلو زهر پکې خنثی شي.
سرخط ورځپاڼه
الله ج دی افغانان په اتفاق کری
پنجابیا ن تر هرخه د افغانانو د یوالی خخه مړه کیږی
افغانانو سره لاس ورکړی او دا تاریخی د شمن د شر خخه خان خلاص کړی
ګرانه عزیزی صاحب !تاسو هغه حقیقت لیکلی چی هیڅوک دهغه څخه انکار نشی کولای . ، پاکستان نه کوم مستقل تاریخ لری اونه هم په طبعی ډول دولت دی بلکی دغربی استعمار ترجبر لاندی پدی سیمه کی د استعماری موخوته درسیدو دپاره منځ ته راغلی اودغربی انجو کار ځینی اخستل کیږی .، خوڅنګه چی منځ ته راغلی هم هغسی به انشاالله دمنځه ځی .
زموږ په سیمه(ډنډې پټان، مقبلو) کې پرون داسې ځای ته افغان ځواک رسېدلی، چې د پاکستاني طالبانو د تګ راتګ لاره وه او له دغه ځایه یې ټول زون ګواښه. نن د سیمې اوسېدونکي له سرحدي ځواک سره همالته په چکر تللي ول او هغه غرییزه سیمه یې بیا سیلاني کړه. دا حرکتونه مې بیخي هیله مند کوي او داسې راته ښکاري، لکه پاکستان چې په خپل رنګ کې کوټ خوړلی وي.