پاکستان د کرزي په دوره کې له افغانستان سره د دښمنۍ سياست وکړ. جنرال مشرف يې سږ کال خپله اعتراف وکړ چې ولې او په څومره جدت يې ستونزې ورته جوړې کړې.

په 2014 کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبرې پاکستان او طالبانو ته حوصله ورکړه چې جګړه نوره هم تېزه کړي.

له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليکولو لپاره يې په خپل ټول توان کار وکړ. رسنۍ او خپل غلامان يې همدې ته وهڅول چې مخالفت يې وکړي.

د ټاکنو د بحراني کولو او بې امنيتۍ جوړولو لپاره يې په پوره توان کار وکړ. په 6 مياشتي ټول کمپاين کې پاکستاني رسنيو، سياستوالو او د چارو شنونکو د غني څخه خطر احساسوه. د غني خلاف يې کمپاين کاوه. له يوې خوا د نريندرا مودي او له بلې خوا د غني بريا دوی ته د زغم وړ نه وه.

همدا يې خپل ولس ته ويل. ورځپاڼې يې په همدې ډکې وې. د کډوالو په کمپونو کې ملايانو همدا ويل چې بس تر 2014 صبر، بيا به کابل وي، بيا به طالبان وي، ډاټسنې به وي، امارت به وي، کېبلونه به وي او د ولس ډډې به وي. پنحابی په تور پاچ، ول ول پټکيو او اوږدو کاليو د کابل په کوڅو کې ګرځي. ای ايس ای طالبانو ته تر 2014 د نظام د سقوط خوشباوري ورکړې وه. خو دا يو خوب پاته شو. ټاکنې وشوې، غني بريالی شو، افغانستان له 2014 روغ ووت. له امريکا سره تړون لاسليک شو.

افغانستان د نړۍ له مرستو بې برخې نشو. پاکستان وار د مخه د غني په فکر او جدت خبر و. هغوی پوهېدل چې له دې سړي سره به دښمني کول ستونزمنه وي. ځکه غني، کرزی نه دی چې سهار به پاکستان ښکنځي او ماښام به په اسلام اباد کې سترګکونه وهي. د غني هو، هو وي او نه يې نه. دوی په دې هم پوهېدل چې امريکا به اوس تر 2024 دلته مېشته وي. او تر 2024 جګړه غځول نور د پاکستان د وس خبره نه ده.

طالبان د راتلونکو لسو کالو لپاره نور د ځانمرګو له کمښت سره مخ دي. عرب په خپل غم اخته دي. شايد نور د طالبانو مالي حمايه ونکړای شي.

د طالبانو په اړه د عامه خلکو کرکه څو چنده زياته شوې. نور يې ولسي ملاتړ د نيشت برابر دی. افغان ځواکونه هم مسلکي شوي او د ولس ملاتړ يې ترلاسه کړی. جګړه اوس خلک مذهبي نه بولي او په استخباراتي حيثيت يې پوهېدلي.

پاکستان په خپله د خپلو طالبانو سره په جګړه واوښت، هغه څه چې دوی يې په اړه تصور هم نشوای کولای. همدا اوس يې د اسلام اباد لال جومات امام مولانا عبدالعزيز په جهر د داعش د ملاتړ اعلان وکړ. دا وړه خبره نه ده. دا د اسلام اباد له زړه د بغاوت اعلان دی.

له همدې لال مسجده د جنرال مشرف خلاف د بغاوت غږ شو. جګړه وشوه. د هماغې ملا ځپنې زور دې ته ووت چې مولانا فضل الله په سوات کې غبرګون وښود او بيا د سوات بغاوت 3 کاله دوام وکړ.

مولانا فضل الله اوس پاکستان ته غټ سرخوږی دی. د پاکستان قانون نه مني. شريعت غواړي. هغه څه چې پاکستانيان په لاشعور کې هم نه دي ورته تيار.

دا مذهبي جنونيت هغه څه دي چې پاکستان پوهېږي تباه کولای يې شي. دوی مذهبي افراطيت ته وده ورکوله څو په افغانستان، کشمير او بل هر ځای کې يې د پاکستان د سپاهي په څېر وجنګوي او خپلې ګټې خوندي کړي.

خو دې افراطيت بې کچې ډېره وده وکړه چې اوس يې خپله ورته مهارول هم اسان کار نه دی. د شيعه سني، ديوبندي او بريلوي، سلفي او مسلکي، قاديانيت، اسماعيله، د عيسويانو پر خلاف زياتېدونکې کرکه، دا ټول هغه څه دي چې په دې وطن کې د مذهبي افراطيت زېږنده دي. اقتصاد يې مخ په ځوړ دی.

خلک يې روغتيا ته لاس رسی نلري. همدا اوس يې هر لسم وګړی په تور زيړي اخته دی. په فيصل اباد کې يې همدا اوس هر څلورم وګړی په هيپاټايټس سي اخته دی. په پنجاب کې انسانان او ځناور په يو ډنډ کې اوبه څښي. د څښلو پاکې اوبه نلري. د سندهـ په تهر سيمه کې يې 300 ماشومان له ولږې مري. د ټولې نړۍ د پوليو 80٪ کېسونه يواځې په پاکستان کې راپور کېږي.

غربت له کچې اوښتی او له امله ورځ تر بلې انساني قاچاق او فاحشه ګري زياتېږي. د فاحشه ګرۍ ستر علت غربت دی. پاکستان دا مهال د اسيا څلورمه ستره د فاحشه ګرۍ مندۍ لري. هيرا منډۍ نومېږي.

په انساني قاچاق کې پاکستان په 7م لمبر دی چې وګړي يې له هېواده تېښته کوي. په بلوچستان کې يې ورځ په ورځ د سټېټ په خلاف جګړه زياتېږي، کرکه خوريږي. د پوځ مصارف يې ملا ماتوونکي دي.

سياسي ثبات يې له لاسه ورکړی. د سيلګرۍ، تجارت او لوبو کيسې يې بيخي په ټپه ولاړې دي. په تېرو 6 کالو کې هېڅ بهرنی لوبغاړی دې وطن ته نه دی راغلی.

له بل پلوه د نړۍ حالات بدلېدونکي دي. داعش سيمې ته ګواښ دی، يواځې افغانستان ته نه دی. همدا راز د چين وروستي حرکات هم د فکر وړ دي. په پاکستان کې يې د 46 مليارده ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړی. دا وړه خبره نه ده.

دا د پاکستان د تاريخ تر ټولو ستره پانګونه ده. د چين او پاکستان دې سترو ګډو پروژو عملي کولو ته لازمه ده چې په سيمه کې امنيت وي. د پاکستان د افغانستان له امنيت سره تړلی دی. د ګوادر پروژه تر هغې نشي عملي کېدی تر څو چې په بلوچستان کې امن نه وي.

په بلوچستان کې امن د افغانستان د مستقيمې همکارۍ پورې تړلی. پاکستان دا وخت عملا د ګرنګ په غاړه دی. يا به افغانستان را خپلوي.

د همکارۍ او ښه ګاونډيتوب سياست به کوي او يا به هم د دومره ستونزو سره سره د چين د پانګونې څخه لاس مينځي او تر څنګ به يې په هند کې د نريندر مودي او په کابل کې د غني غوندې جدي رهبرانو له سخت چلند سره مخ وي.

په نړېوال سټېج به يې وقار ته نوره هم صدمه ورسېږي. او دا ځانمرګی وطن به له خپله منځه انفلاق شي. له همدې وېرې پاکستان غني ته د همکارۍ لاس اوږد کړی او په مقابل کې يې غني هم يو چانس ورکوي چې ودرې د سولې او ثبات په لاره کې دوی څومره اغېزمن ثابتېږي.

زه باوري يم که دا وار پاکستان بيا هم له لاس وهنې لاس نه اخلي نو دا به پاکستان ستر خطر وي چې له يو نا اعلان شوې دښمنۍ وروسته به غني عملا په پاکستان کې د ورته اعمالو سر ته رسولو لپاره لاس په کار شي. پاکستان مجبور دی چې نور په افغانستان کې د روغې جوړې سياست وکړي.

9 thoughts on “پاکستان مجبور دی غني ته لاس ورکړي/ اسلم غازي”
  1. Primary school students in Kandahar & Jalalabad would know know that Pakistan is serious about peace when

    1. Immediately arrests of Taliban operatives
    2. Tightening the noose around their families
    3. Banning Taliban & Haqani network formally & Genuinely seeking to expel some of them from Pakistan to raise the stakes
    4. Providing direct intelligence on Taliban & Haqanis to Kabul
    5. Undertaking targeted action against any one who are involved in acts of violence inside Afghanistan.

    Unless & until then Fee Aman Allah.

  2. salamualikum; IF AFGHANISTAN CHOICE ONE PROFESSIONAL PERSON FOR DEFENSE MINISTER
    LIKE GENRAL SAHIB NOOR UL HAQ ULOOMY,AND PREPARE AIRFORCE SOON ALSO.
    AFGHAN ARMY WILL BECOME MORE ORGANIZE,
    IF WE LOOK TO INTERIOR MINISTER AND AFGHAN NATIONAL POLICE ,THEY ARE EXCELLENT
    IN DUTY,IF AFGHAN ARMY ALSO BECOME ACTIVE,
    WE WILL SOON HAVE A SECURE AND SAVE AFGHANISTAN,
    WE AFGHAN MUST STRONGLY SUPPORT OUR NATIONAL FORCE,THANKS FROM TAAND

  3. اشرف غني صیب باید نور جدیت د پاکستان پر واړندې وښايي؛ لکه څنګه چې تاسو په خپله لیکنه کې ذکر کړي، چې اوس مهال پاکستان په کور دننه څومره ستونزو سره مخ دي؛ نو زما په اند غني صیب باید د پاکستان ددې ستونزو نه په ګټه دا حالات د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لپاره ترې پوره ګټه واخلي.

  4. salam;
    Lomrray kho bayed da tor-lingy penjabyan d`Afghanistan , Pashtunkhwa aw Balochestan d wajil sawyo mashrano , zwanano etc… aw d` wranyo tawanoonah verkrry; bya da tza raqam sola ghokhtil diy che hara miyast pa las-zargonu pashtani-afghanan la sharonu, kamponu der-pa dara kawi, koruna wranvi aw kaldari mirdary ham trena berta akhly!!!. ya`ni d Ser,Namus aw Maal dochmany kawi!!!.
    D` china kashgher–Guadder laar lipara Pashtonistan aw Belochistan werta ra pasedly.
    Kho d` arwakhad Bachakhan pakha khabira wa; Pukhtana d` her tziez moqabela kawly shi , sirf d` payso moqabela ki sost diey!!!.

  5. اسلم غازي صاحب مننه ددی تحليلی ليکنی څخه واقعأ همداسی دی اما زمونږ جمهوريس وخت ،دخلکو او سياسی ديموکرات ګوند ونوهمغږی
    ته ضرورت لری،بل دده په کاری چاپيريال کی دعبدالله ګرو پ خنډونه جوړه وی،بی مفهومه اوبی ځايه تبليغات کوی دحکومت په دننه کی داګرو پ هم حکومت داری کوی اوهم داپوزيشن رول لوبوی،چی دادغنی دپروګاومنودعملی کولو په وړاندی ستر خنډ دی خلک بايد پدی پو سی چی څوک دوطن اصلی خدمتګار دی.مننه

  6. First of all I want to say “HAHAHHAHAHAHA.. ” then I will must share as an analyst from Pakistan and Afghanistan , Ghani knows that since 2010 Pakistan GDP is growing day by day, Pakistan counter terrorist groups and most of militants run to Afghanistan Like Mullah Radio Fazlullah. 2ndly you mentioned about the Prostitution so India , US and other EU countries have more prostitutes than Pakistan. In Heera Mandi you can also find girls from Afghanistan , Russia and India. 2ndly Pakistan is a serious to bring peace in this region and start immidatly “Jalalabad to Kabul rood 2nd phase” and also feeding Afghan Refugees in Peshawar better than Kabul. Pakistan is a stable country and experiencing a highiest power ranks, Army and countring terrorism.. Come out from the fool Paradise

  7. ګرانه یوسفزی صاحب نوم خو د د پښتنو د یو لوی او دورند قوم څخه دی خدای پاک د وکړی چی په رښتیا سره د همدغه دروند قوم سره تعلق ولری تور پنجاپۍ نه اوسی. ګرانه ډیر زړه می درته بد شو هغه پدی چی تور پنجاپ در څخه خپل تاریخ، ژبه ، کلچر اخیستی او ته یی د خپلو انسانی او مدنی حقوقو بی برخی کړی یی بیا یی هم دفاع کوی، دا ځکه که چیری تاسو په خپله ژبه خبری لیکلای شوای نو اوس به د موږ ته خپله تبصره په مورنۍ ژبه پښتو کی لیکلی وای. ګرانه که تاسو ته خپل تاریخ او خپل ملی مشران لکه حوشحالخان خټک ، میروی نیکه احمد شاه ابدلی در مالوم وای او یا د ترینه خبر لرلای بیا به د د تور پنجاپ او د هیرا منډی دفاع نه کوله حتا د شرمه او عیبه به د دا ناولی نوم(هیرا منډیی) په خوله نه اخیست. خو ملامت ځکه نه یی چی د تورمخیو سره د خوړلی دی.، نو د داسی بی غیرته خبرو جرات هم کوی او له خولی یی راوباسی چی په هیرا منډیی کی د افغانستان څخه هم شته .
    د تاریخ څخه خو پدی دلیل خبر نه لری او ناخبره یی چی وایی پاکستان یو مزبوت هیواد دی. پاکستان څنګه مزبوت هیواد دی چی نه پکشی پښتون ، نه بلوچ او نه سیندی د خپلو حقه حقوقو خاوندان دی، یو ته هم پکشی خپل حق نه دی ورکړل شوی دا د دي ثبوت دی چی هر لحظه او هر ثانیه د دی امکان شته چی انفلاق وکړی پاکستان ټوټی ټوټی او دړی وړی شی.
    ګرانه زموږ وړاندیز تاسو او ستاسو په شان نورو د کوزی خوا پښتنو ته دا ده چی اول ځانونه وبیژنی، بیا خپله ژبه تاریخ او کلچر وپیژنی د تور پنجاپ له کونی غول مه کوی.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *