تاند- پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد حکومت د افغان طالبانو یو مهم قومندان خوشي کړ.
پاک تریبیون ورځپاڼې لیکلي چې پاکستاني سرچینو افغان اسلامي اژانس ته نن /سې شنبه/ وویل چې پاکستاني چارواکو د طالبانو یو مهم قومندان ملا منصور داد الله د دوشنبې په ورځ خوشي کړی دی.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې ملا منصور داد الله، چې د وژل شوي قومندان ملا دادالله ورور دی، د تېر کال د سپټمبر په اوومه نېټه خوشي شوی و، مګر د منصور دادالله د کورنۍ غړیو هغه مهال د پاکستان د حکومت اعلان نه و تایید کړی.
طالبانو ته نژدې سرچینو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې منصور داد الله د پاکستان له یوه محبسه د جنورۍ په اووه ویشتمه /دوشنبه/ خوشي شوی دی.
ملا منصور داد الله له خوشي کېدو سمدستي وروسته له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړیو سره تماس نیولی خو لا هم له کورنۍ سره یوځای شوی نه دی.
د طالبانو د اکثرو قومندانانو او مشرانو کورنۍ په پاکستان کې اوسي. ویل شوي چې د ملامنصور داد الله کورنۍ په بلوچستان ایالت کې مېشته ده.
د طالبانو یوې بلې سرچینې هم د ملا منصور داد الله خوشي کېدا تایید کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په اوومه ویلي و چې ملا منصور داد الله، سید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، شېرافضل، ګل محمد او محمدزی خوشي شوي دي خو د ملا منصور داد الله خوشي کېدا وروسته د ده کورنۍ او دوستانو تایید نه کړه.
ملا منصور په ۲۰۰۷ میلادي کال د خپل ورور ملا داد الله له وژل کېدو وروسته د نوموړي ځای ونیوه.
ملا منصور داد الله په ۲۰۰۸ میلادي کال په کوټه کې ونیول شو.
په همدې حال کې څینې سرچینې وايي چې د طالبانو مشهور دیني عالم ملا ذاکري نن /چهارشنبه/ د کوټې ښار په سبزل واټ کې وژل شوی دی.
څه به وشی ولی ورته خوشحاله یاست پاکستان په ضد به وجنګیږی