تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وايي، منظور پښتین د پولیسو لخوا ځکه نیول شوی چې له قانون څخه یې سرغړونه کړې او قانون یې مات کړی دی.

نوموړی وایي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې خپل ځای لري، خو که څوک د هېواد قانون ماتوي، نیول کېږي: (( منظور پښتین پاکستانی وګړی دی، د هېواد قانون یې مات کړی، ځکه نیول شوی دی، تر کومه چې د پښتنو خبره ده، پښتانه له دې حکومت سره دي.))

منظور پښتین د تېرې یکشنبې په ورځ د پېښور تاکال کې په دې تور ونیول شو چې د هېواد پر ضد د نفرت راپورته کوونکې څرګندونې یې کړې دي.

ځايي پولیس وايي، منظور پښتین د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه او رسمي مکتوب نیول شوی دی.

د پولیسو مکتوب کې راغلي، چې منظور پښتین د جنورۍ په ۱۸ مه د بنو غونډې ته وینا کې د پاکستان د قانون له منلو انکار کړی او د دولت ضد سپکوونکې خبرې یې کړې دي.

په دې تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وايي، که تاسو د هېواد قانون ماتوئ، نو نیول کېږئ، هغه د هېواد قانون مات کړی، ځکه نیول شوی دی: (( د منظور خلاف ډېره اسماعیل خان کې دوسیه جوړه شوې او نیول شوی، احتجاج مهذبه لار ده، خو دوی ناسمې لارې سره احتجاج کوي، محاکم به اوس ورسره حساب کوي.))

خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی او پارلمان کې د وزیرستان وکیل محسن داوړ وايي، منظور پښتین ځکه نیول شوی چې د بنو جلسه کې یې د پښتنو د جرګې د را بللو او د پښتنو د یووالي خبره کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ محسن داوړ هم له ۲۹ ملګرو سره هغه مهال څو ساعته بندي شو چې د اسلام اباد پریس کلب مخته یې د منظور پښتین د خوشې کولو لپاره مظاهره کوله.

له خوشې کېدو وروسته ښاغلي داوړ په ټوېټر ولیکل، د منظور پښتین د نیولو خلاف نړۍ کې مظاهرې وشوې، خو یوه تاوجنه پېښه هم پکې ونه شوه: ((ما دلته اسلام اباد کې مظاهره کې ګډون درلود او دلته هم د نورو ځایونو په څېر مظاهره وه خو ریاست یو ځل بیا موږ ته را یاد کړل چې زموږ حقونه ورته هیڅ اهمیت نه لري.))

د ښاغلي داوړ په خبره، له پښتنو ازادي اخیستل کېږي، ځکه به چوپ نه شي.

محسن داوړ وايي، تر نن انتظار کوي چې مالومه شي، څومره کسان بندیان دي، بیا به د ټولو خوشي کولو لپاره لاریون کوي.

د یادونې ده چې د منظور پښتین په ننګه ټوله نړۍ او افغانستان کې د پښتنو لاریونونه لا هم روان دي.

2 thoughts on “پاکستان: منظور پښتین قانون مات کړ او ومو ونیو، اوس به حساب ورکوي”
  1. پنجابه پوهیږی چه د منظور پشتون تر شا شپیته میلیونه یا زیات پشتون قوم ولاړدی۰
    پشتون قوم رابیدار شوی دی۰ د بلوڅ ورونو سره ګډه د ازادی مبارزه پر مخ وړی۰
    د پنجاب ظلمونو دوره به انشا الله ختمه او ستاسی د پاڼسی کولو وخت را نژدی کیږی۰
    د پشتنو د یووالی په هیله
    رازمخمد مومند

  2. کله چی ښکته پوښتونخوا د ټولو پښتنو د ځورونی لپاره د لوی پښتنی جرګی د رابللو خبر ورکړ نو له هغه ورځی او ساعت وروسته پنجاب او برتانیه په ډار کی شوه نو ځکه دوی نه غواړی چی لر او بر پښتانه د خپلو ظلمو او کړاونو پوښتنه په اړه سر پورته کړی
    د ټولو هیوادوالو په یاد دی چی کله پاکستان د طالبانو پر ضد امریکا ته آډه ورکړه نو سم د لاسه یی وزیرستان کی هم ضرب غضب عملیاتو اعلان وکړ چی اوس وخت کی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر څو شېبې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان لا له وړاندې د پښتنو په سرونو سوداګري کړې ده.
    علي وزیر په جنوبي وزیرستان کې د وینا پر مهال په تنده لهجه وویل، چې پاکستاني ریاست لا له وړاندې د پښتنو په سرونو سوداګري کړې ده، دوی نه غواړي چې په دې هېواد کې پښتانه ژوند وکړي.

    نوموړي د لر او بر پښتون قام په مشرانو باندې غږ وکړ چې سره دې یو شي څو د ریاست له لوري پر دوی د روانو ظلمونو مخه ونیسي او خپل حقونه وغواړي.

    علي وزیر زیاتوي، دا د پاکستان مسلماني ده چې د هند سیکان یا د هندوان په کرښه له ویزې پرته پریږدي، خو د پښتنو ورونو افغانانو لپاره یې پر کرښه اغزن تار تیر کړ او د ویزې پرته یې نه پرېږدي چې د خپلو ورونو لیدلو لپاره راشي.

    نوموړي پر ټولو پښتنو غږ وکړ چې نور دې چوپ نه پاتې کېږي، بلکې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره دې یو بل ته لاس ورکړي او له یوه او بل سره دې یوځای کار وکړي.

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *