1. پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو په درې اړخیزه ګډه ناسته کې له دغه هیواده د افغان کډوالو د باعزته ستنېدلو په تړاو په ۱۲ ټکو هوکړه وشوه.

په دې ۱۲ ماده ییزه هوکړه کې چې ګډه اعلامیه کې هم خپره شوې، راغلي چې افغان کډوال به خپل هیواد ته په عزت ستنېږي.

په دې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د پاکستان په استازیتوب د سرحدي چارو وزیر شهریار افریدي ګډون کړی و او په دې یې سره سلا کړې چې ټول لوري به د بېلابېلو پروګرامونو له لارې افغان کډوالو ته د افغان حکومت د پرمختګونو او هلته دوی ته د ژوند د شرایطو د برابرېدو په اړه وخت په وخت خبر او پوهاوی ورکوي څو دوی په رضاکارانه ډول هېواد ته ستانه شي.

 د درې اړخیزې غونډې په پای کې پاکستاني وزیر شهریار افریدي وویل، دا مهال ۶۸ سلنه افغانان له پاکستانیانو سره خوا په خوا ژوند کوي او ۳۲ فیصده کډوال نور په کمپونو کې اوسېږي.

4 thoughts on “له پاکستانه د افغان کډوالو په راستنولو هوکړه شوې”
  1. دا به د افغانستان د شخړی یو علت حل کړی ، حکومت باید د غو مهاجرو ته د یوکال ضرب الجل و ټا کی او ورو سته د هغوی افغانی تذکیری لغوه اعلان کړی

ځواب ورکول Subhan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *