د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان سفیرې ملیحې لودي وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې نشته او د افغانستان د حکومت ادعاوې بې بنسټه دي. دا بیا یوه نه منونکې او بله حیرانونکې خبره ده چې له ملیحې لودي پرته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په تکراري ډول داسې څرګندونې کوي. ملیحې لودي ته مې د هغې په ټویټر ولیکل زه هغه خاوره کې پیدا شوی یم چیرته چې اوس د پاکستان د دولت حاکمیت دی خو د پاکستان د قلمرو برخه نه ده ما ته پوره پروتوکول راکړه چې زه درسره لاړ شم او یو یو د ترهګرو مرکز درته په ګوته کړم زموږ ادعاوې نه بلکې ستاسې ځوابونه بې بنسټه دي.

پاکستان د سیاست په نړیوال بازار کې د یوې رنډۍ رول لوبوي کله یې امریکا ګډوي او بیا ورسره یو بستر باندې خوب کوي، کله یې بریتانیا، روسیه، اسراییل او چین. دوی د نړیوال پرستیژ په کیسه کې نه دي خو چې د پاکستان ګټې خوندي وي. د افغانستان او د پاکستان ملایان، مذهبي رهبران او جهادي مشران ډیر توپیر لري، د افغانستان ملا، جهادی مشران او مذهبي رهبران اسلام ته تر هرڅه لومړیتوب ورکوي اول اسلام یادوي بیا خاوره خو پاکستانی بیا برعکس اول پاکستان یادوي بیا اسلام. د دوی شعار سب سی پهلا پاکستان دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د جنوري په پنځلسمه نیټه وویل، امریکا باید د افغانستان په اړه د پاکستان غوښتنې درک کړي. امریکا باید له تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان د هلوځلو قدر وکړي او افغانستان ته د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي.

دا شاید د افغانستان د سیاسینو د هلو ځلو برکت وي چې اوس د پاکستان بادار یعني امریکا پر اسلام اباد فشار اچوي او غټې مرستې پرې دروي او پاکستان د انزوا لوري ته بیایي. پاکستان چې خپل مخ په اینه کې ویني لومړی خو په ځپل شویو او ټیټ ساتل شویو ګل خان پښتنو باندې لاریونونه کوي او له امریکا د پښتنو د وژلو قدرداني غواړي. پښتون په خپله نارې وهي چې پاکستان ته پیسې ورکړه چې موږ ووژني. بیا یې ورپسې حافظ سعید له نظارت وایست هغه هم کار ورنکړ بیا یې د روسیې غیږې ته ځان واچوه یو څو شپې یې په چپرکټ کې ورسره مفته تیرې کړې چې دا یې د نوي میلادي کال افر وبللو خو دا باید ووایو چې روسان له پاکستانه ډیره کرکه لري افغانستان کې روسیه خپله ماتې له پاکستان بولي او روسیان به کله هم په پاکستان اعتبار ونکړي. د روسیې چپرکټ کې د څو مفته شپو تیرولو وروسته چې کار یې ورنکړ بیرته یې زړې وسلې ته لاس واچاوه چې هغه د بغدادي پیر پاتې شوني دي د پیر صیب وینا د دې پر ځای چې خلکو پانې اغېز وکړي بلکې ورټل شو او تر اوسه لا رټا کیږي.

One thought on “پاکستان نوې غوښتنې | کفیل نیازی”

ځواب ورکول کانال تلگرام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *