تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعجاز چوهدري له یو روسي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، که د سولې مرکچیان په اسلام اباد کې یوه بین الافغاني ناسته وغواړي، پاکستان حاضر دی چې د داسې یوې ناستې کوربه توب وکړي.
ښاغلي چوهدري له ریانووستي اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې، هر کله چې د بین الافغاني ناستو طریفینو وغوښتل، دوی چمتو دي چې یوه ناسته ورته په اسلام اباد کې هم برابره کړي: ((زه فکر نه کوم چې د پاکستان حکومت له دې ټکي مخالفت ولري، خو افغانان هم باید پخپله تصمیم نیسي چې چېرته او کله د سولې په موضوعاتو خبرې کوي، موږ یې کوربه توب ته چمتو یوو.))
ښاغلي چوهدري هم د طالبانو هغه خبره تکرار کړې چې وايي، د سولې د مذاکراتو په ځای کې ستونزه نشته، بلکې یوازې فضا او د داسې ناستو نتیجه ډېره مهمه ده.
نوموړي تینګارکړی چې اسلام اباد په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د بحران مسالمت امېز حل ته په تمه دی او چمتو دی چې د دغه هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلي.
ښاغلی چوهدري دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تازه د چین بین الافغاني ناسته د نامعلومو دلایلو له مخې ځنډېدلې ده.
ټاکل شوې وه چې دا غونډه سبا د اکتوبر په ۲۸مه پيل او بل سبا د اکتوبر په ۲۹مه دوام وکړي.
دې ناستې ته افغان حکومت، طالبان او د کرزي په مشرۍ ګڼ سیاستوال ورغوښتل شوي وو.
تر اوس دا ډول غونډې د قطر، مسکو او په لږ توپیر د پاکستان په کوربه توب شوې دي.
پاکستان که شی کعبه زه به یهود شم
زه به تیر تر خپلی ګټې او خپل سود شم
د کافر پاکستان نوم نه می زړه ډک دی
د عادل کافر له عدل څخه دود شم