تاند- هندي رسنۍ وايي چې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د لاریو د تګ راتګ د موافقې له لاسلیکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې هند دې د مځکنۍ لارې پر ځای د کراچۍ له بندره کار واخلي.
پاکستان حاضردمه افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د هند په پوله کې د لاهور په دېرش کیلومترۍ کې د واګې تر بندره مال ورسوي خو هغو ته اجازه نه ورکوي چې یو کیلومتر وړاندې د هند اتاري بندر ته لاړې شي څو له هغې خوا د هند مال افغانستان ته یوسي.
هندي رسنیو نن د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان مشرتابه ته وویل چې هند ته د افغان مالونو او لاریو پر مخ خپله لار پرانیزي او که دا کار ونه کړي نو افغانستان به منځنۍ اسیا ته د پاکستاني ټرکونو د تګ مخه ونیسي.
په همدې حال کې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله سي این این تلویزیون ته په مرکه کې وویل:«پاکستان له افغانستانه غواړي او توقع لري چې منځنۍ اسیا ته د دوی د صادراتو او لاریو پر مخ یې لاره پرانستې وي، طبیعي ده چې افغانستان هم باید له پاکستانه داسي توقع ولري.»
عبدالله تاکید وکاوه:«که پاکستان غواړي چې منځنۍ اسیا ته لار ولري، باید خپله لار هم پرانیزي.»
اوس وگورو چی څه چل کیږی؟
وایی د درواغو مزل لند دی،
غنی جان وویل چی پاکستان سره بلمثله عمل کوی
دا گز او دا هم میدان
پاکستان خو لار ورنکړه
غنی جان به څه کوی؟
اوس به یی پته په میدان لګی چی مونژکولای شوداحمدشاه بابا په قدم پښه ژدواوکه ددروغوپه واسطه خلک غولوو
داگزاودامیدان (وجزأ سیئة سیئة مثلها)دبدی سزا بدی ده دهغه بدی په شان به بدی ورسره کوی خوزماپه نظرداممکن دی خو په دی شرط چی تول ولس په یو غژپه یو خله دخپل حکومت ددی سیاست ملاتر وکری اوکه تاوان ورته رسیژی لژتاوان هم وزغمی دادهیواد ملی گته ده