د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په وروستیو تروریستي بریدونو کې د دغه هیواد لاس لرل په کلکه رد کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل د جمعې په ورځ ناوخته په یوه ټویټ کې وویل«په ښکاره تور لګونې د اړوندو ادارو په منځ کې د نژدې همږغۍ له لارې د ستونزو د حل کولو په اړه د دوو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د شوي تفاهم د روحیې خلاف دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د حملې ۴ ترهګرو ته له چمن څخه د ټېلفون له لارې لارښوونه کېده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې دا ادعا د هغه ثبت شوي ږغ له مخې کوي چې د حملې په مهال یې د ترهګرو او د هغو د لارښوونکو ترمنځ د مکالمې په ترڅ کې ثبت کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په زغرده دا نه ردوي چې ترهګرو ته له پاکستان څخه لارښوونه کېده بلکې وايي چې افغان چارواکو ممکن دا تور له دې په بې خبرۍ کې لګولی وي چې د دوو هیوادونو مشرانو موافقه کړې وه چې پر یو بل به تور نه لګوي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، په تېرو میاشتو کې د دوو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه پر یو بل تورونه به د رسنیو له لارې نه لګوي او نه به دا ډول مسلې پراخوي چې د دوو هیوادونو اړیکو ته زیان اړوي.

ورځپاڼه ادعا کوي چې دا پرېکړه اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سفر په مهال وشوه.

د افغانستان د ملي امنیت وايي چې د دغې حملې په جریان کې حمله کوونکي په منظم شکل له پاکستانه د ملا اغا په نوم د یوه کس له خوا سوق او رهبري کېدل.

4 thoughts on “پاکستان وايي، افغانستان باید پاکستان په تروریستي حملو کې په لاس لرلو تورن نه کړي”
  1. موردگاوانو
    له یوی خوا افغانان وژنی او بیا وایی چی په مونز تور مه لگوی. تاسو تور مخی او کوس فروشه پاکستانیان به کله خپل په شرمیدلو اعمالو پشیمانه شئ. اوس خو توله دنیا تاسو ترورستان پیژنی. انشاالله که خدای کول خپل د شومو اعمالو نتیجی به وگوری. کوس فروشه طالبان به هم خپل د شرمیدلو کارونو نتایج تر لاسه کری. او باکستانیان به دیر ژز د طالب د مور په کوس میزی ور شخ کری. او تور مخی پلورل شوی طالب به نه دنیا ولری او نه اخرت. که خدای کول دا حرمونی به هم د ملا عمر د مور په کوس ورننوزی

  2. دا ډیره احمقانه غوښتنه نده؟ چی وایی زه دی وهم خو ته به نه وایی ولی؟ او څوک می وهی؟
    منافقت او دیده درایی هم حد لری خو دا پنجابی آی-اس-آی نور ټول حدود پایمال کړی او انسانی ژبه او کرکټر نه ورځی لکه چی د انسانیت سره خدای پامانی کړی وی نو نور د انسان توقع مه تری کوی ځکه زړونه یی رذالت او شرارت تور کړی الله جل جلاله دی زموږ کورنی ،ګاونډی او د امت دښمنان ذلیل او تباه کړی هغه عزیز ذو انتقام ذات دی خو منافقین یی نه منی

  3. که زه کوم چارواکی یا خبریال وای نو ما به هیڅکله پر پاکستان د تروریسټی حملو د تمکین تورونه نه وای لګولای بلکه د پاکستان پلار او اکا او خُسر به می تر ستونی نیولای وای

  4. هر عمل عکس العمل غواړي الله ج دي زموږ امنیتي ارګانونه کوم چه اوس د ترقۍ پر خواه روان دي لا که لږ تګړه سي او د شهید داکتر نجیب د وختو په رنګ عکس العمل ورته ښکاره کړي!!! که کندهار هدف وو جواب یې کراچي که کابل هدف وي جواب یې نا اسلام آباد یا د ددوی کعبه هیرامنډی لاهور.
    موږ باید خپل د امنیتي ځوانانو ملاتړ وکړو.
    وطن دي زنده باد وي!!!!

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *