تاند- پاکستان وايي، د افغانستان مشرتابه د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې دا خبره د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې مشر ډګرجنرال اصف غفور نن /شنبه/ په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړې ده.
ده ویلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه نن /شنبه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او د افغانستان لوی درستیز ته ټېلفون وکړ او د نوي میلادي کال مبارکي یې ورکړه.
په ټویټر کې د ډګرجنرال غفور په پیغام کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ کار لپاره په راتلونکي کال کې پر خپلې ارادې تاکید وکړ.
د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په وروستیو کې راشه درشه او تماسونه خورا کم شوي او افغانستان په زغرده وايي چې له پاکستانه پرته یې له نورو هیوادونو سره اړیکې ښې دي.
اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته ډېره هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي، حتي په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ اصلي مرکز ته لاړ او د دغه هیواد له پخواني لوی درستیز راحیل شریف او نورو جنرالانو سره یې وکتل خو د اشرف غنی هڅو نتیجه ورنه کړه او وروسته یې پاکستان ته بشپړه شا کړه.
په وروستیو کې د پاکستان له لوري د اړیکو د ښه کولو او همکارۍ څو شنې اشارې وشوې خو دا به لومړی ځل وي چې له ډېر وخت وروسته افغانستان د پاکستان شنو اشارو ته مثبت ځواب وايي.
دا د افغانستان د سیاستوالو کمزوري ښیي چې د یوه پاکستاني پوځي مشر له خوا درې ملکي او نظامي مشرانو ته ټیلیفونونه کیږي او درې واړه یې ورځوابوي. په کار دا وو چې کله د ولسمشر غني او د عبدالله دفترونو ته ټیلیفون شوی وای او هغوی خبر شوی وای چې د پاکستان د پوځ مشر دی باید چې ورته ویلي یې وای چې لوی درستېز قدم شاه شهیم سره دې خبرې وکړي. قدم شاه شاهیم باید د پاکستان د پوځ د مشر انډول وي، خر دې چې له خره نه پاتې شو، لکۍ یې د پرې کولو ده.