تاند- په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت وايي، پاکستان ته یې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رييس د دې لپاره تللي چې پاکستان ته هغه اسناد وسپاري چې د کابل په وروستیو تروریستي حملو کې د پاکستان مېشتو طالبانو لاس او د پاکستان همکاري ښيي، پاکستان وايي، افغان پلاوي د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه د ولسمشر غني پیغام راوړی دی.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی ډاکتر محمد فیصل له قوله راپور ورکړ چې افغان پلاوی، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزی پکې شامل دي، اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له دې پیغام سره راغلی چې له پاکستان سره د همکاریو په باب خبرې وکړي.

ډاکتر فیصل همداراز وویل«د افغانستان حکومت غوښتنه کړې چې د کورنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له رييس څخه جګپوړی پلاوی غواړي چې پاکستان ته د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه د افغان ولسمشر له یوه پیغام سره راشي. پلاوی دلته دی او موږ به نن ورسره خبرې وکړو.»

له بلې خوا پاکستاني ورځپاڼو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر عمر زاخېلوال له قوله لیکلي«افغان پلاوی به نن (چهارشنبه) په اسلام اباد کې له صدراعظم خاقان عباسي او نورو ملکي، پوځي او استخباراتي چارواکو سره ځینې مهمې کتنې وکړي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې له پاکستاني مشرانو سره د افغان پلاوي د کتنې او د خبرو د جزییاتو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر هدف

2 thoughts on “پاکستان وايي، افغان پلاوی د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو له پیغام سره راغلی”
  1. دا به بهتره وه چې زمونږ مشرانو اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو اسلامي هېوادونو ، اروپا اتحاديې ته وړاندې کړي وای .
    پنجاب ته اسناد وړاندې کول لکه په یخ چې ولیکې او بیا هغه د یخ ټوټه لمر ته کيږدې.

  2. پاکستان بد کوی!ا مونږ د خرابو روابطو ریښی ورته وښودلی خو دوی له خپل ملته هم ځان پټوي

ځواب ورکول پروانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *