په ملګروملتو کې د پاکستان استازی

تاند- پاکستان په قطر کې د طالبانو د دفتر له بندېدو سره سره د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د سولې د درېدلي بهیر د بېرته د تعقیبېدو غوښتنه وکړه.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي مسعود خان پرون د افغانستان پر حالاتو د امنیت شورا په غیرعلني غونډه کې وویل:«د دوحې بهیر باید ونه درول شي. دا طرحه باید دوام وکړي.»

ټاکل شوې وه چې د طالبانو، امریکایانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا د استازو ترمنځ د قطر په دفتر کې د سولې خبرې پیل شي خو دا بهیر وروسته له دې تم شو چې د افغانستان حکومت د دوحې پر دفتر د طالبانو بیرغ او د اسلامي امارت لوحه وځړول شول.

وروسته چې د طالبانو له دفتره لوحه او بیرغ کښته شول د افغانستان ولسمشر وویل چې د سولې د عالي شورا پلاوی به په هغه صورت کې قطر ته د خبرو لپاره لاړ شي چې د سولې دا بهیر د افغانانو په مشرۍ وي.

په ملګروملتو کې د پاکستان استازي وویل:«موقتي ستونزې او خنډونه باید لېري شي څو امریکا، د افغانستان حکومت او طالبان خبرې وکړای شي او په پایله کې یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې پروسه پیل شي.»

د ملګروملتو د امنیت شورا د سرچینو د راپور له مخې د پاکستان سفیر وویل، سو تفاهم باید له منځه یووړل شي او جنجال پای ته ورسول شي. پکار ده چې جوړجاړی وشي او د سولې بهیر پر مخ یووړل شي.

ده همداراز وویل: پاکستان د سولې په بهیر کې د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره ټول ممکن اقدامات کړي:«موږ دا کار په ښه نیت کوو. په دې کې زموږ ملي ګټې هم ساتل کېږي. په افغانستان کې سوله او امنیت به پر پاکستان ژور اغېز ولري.»

ده دا هم وویل چې په اوسنیو شرایطو کې به پاکستان یوه داسي اجنډا پر مخ یوسي چې د بین الافغاني خبرواترو سبب شي.«یوازې افغان لوري دې د خبرو چوکاټ، او د خبرو موضوع وټاکي او وروستۍ پایله دې وښيي.»

ده له پولې پر یو بل د ډزو د درولو غوښتنه هم وکړه. دا په داسي حال کې ده چې افغانستان له تېرو نژدې دوو کلونو راهیسي له پاکستانه د کونړ او نورستان پر سرحدي سیمو د درنو وسلو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي خو پاکستان عملاً له حملو لاس نه دی اخیستی.

One thought on “پاکستان وايي، باید د قطر بهیر ونه درول شي”
  1. د پاکستان رسمی سیاست هم دوه مخی او له منافقته ډک دی . غله ته وایی چی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چی پام غل درغی. که پاکستان رښتیا هم په افغانستان کی د سولی طرفدار وای نو دا کور ورانونکی جګړه به لا پخوا ختمه شوی وه.
    د القاعدی مشر د دوی له رسمی انکار سره سم د پاکستان د پلازمینی تر څنګ د امریکایی قواوو له خوا ووژل شو. دوی د طالبانو د مشرانو او جنګیالیو موجودیت په خپل هیواد کی انکار کوی خو د حقانی د تروریستی شبکی له موجودیت نه بالکل منکر دی . وایی چی درواغجن حافظه نه لری او د هغوی د مشرانو او غړو د وژل کیدو اعتراف بیا په خپله کوی چی د امریکا د ډرون الوتکو په واسطه له منځه ځی . د طالبانو مشران بیا له پاکستانه هری خواته رسمی او غیر رسمی سفرونه کوی او بیا کله چی د دوی په ګټه نه وی نو خبری هم نه غواړی او کوم وخت چی د دوی له توقع خلاف په مذاکری کی کوم بدلون راخی نو بیا د امنیت شورا په سازمان کی هم د سولی د بیرته پیلیدو غوښتنه کوی.
    د افغانستان مقامات او خلک تل د سولی او امنیت د راتګ ملاتړی دی او هر وخت خبرو ته تیار دی . په سوله کی د افغانستان ملی ګټی خوندی کیږی . د جګړی یوه ورځ مصرف د ویوه ولایت ټول ښوونځی په عصری او مدرن ډول سره جوړولای شی. زمونږ هغه خوار او بیچاره کډوال او مهاجر چی اوس په پاکستان او ایران کی د تورتم او ظلمت شپی تیروی، که د سولی په راتګ سره بیرته خپل هیواد ته راستانه شی نو د دوی ټول مصارف به د جګړی د یوه کال د مصرف د سپما په صورت کی پوره شی او دوی ټولو ته به عصری او مدرن کورونه په هر ولایت او ولسوالی کی اباد شی. نو اوس تاسو قضاوت وکړی چی پاکستان به دغه د زراعتی شیدو غوا مفته له لاسه وکړی ؟ نه هیڅکله به دا کار ونه کړی .اوس وار د افغانانو ده چی په هر صورت چی کیږی له دغو منافقوتش په نامه مسلمانو ګاونډیانو ځان خلاص کړی د قطر پر ځای د دا خبری په کابل ، کندهار ، مزارشریف یا ننګرهار او هرات کی وکړی. او د زړه له اخلاصه دی سوله او امنیت خپل هیواد ته را ولی. د داسی ورځی د رارسیدو په هیله.

ځواب ورکول mazloomyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *