تاند- یو جګپوړی پاکستانی چارواکی وايي چې پر پاکستان باید د دوه مخې پالیسۍ یا په افغانستان کې د ستوتزو د زېږولو پړه وانه چول شي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ /فبروري ۲۹/ له امریکا سره د پاکستان د خبرواترو په پیل کې وویل:«پر موږ د دوه مخې پالیسۍ تور لګول کېږي. متاسفانه د پاکستان تورنولو ته زیاته لېوالتیا ده، د افغانستان د اکثرو ستونزو پړه په اسانه پر پاکستان لګول کېږي او دا یو ډول فېشن ګرځېدلی دی.»
د امریکا د کانګریس غړیو پر پاکستان د ایف شپاړس جنګي الوتکو د خرڅلاو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دی چې که امریکا پاکستان ته دا الوتکې ورکړي په افغانستان کې به د هند او پاکستان پر اړیکو اغېز وکړي خو سرتاج عزیز وویل چې پاکستان ته د ایف شپاړس الوتکو ورکړه به په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د امریکا حکومت د فبرورۍ په دوولسمه اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د ۶۹۹ ملیون ډالرو په ارزښت د ۸ اضافي ایف شپاړس الوتکو، رادار او نورو وسایلو پلورل تصویب کړي دي
د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس باب کارکر د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته په یوه لیک کې ویلي چې له حقاني شبکې سره د پاکستان پر اړیکو اندېښمن دی.
د امریکا د کانګریس غړي د مارچ تر دوولسمې وخت لري چې پر پاکستان د دې سودا مخه ونیسي.
خو څرنګه چې حکومت پر موضوع ښه غور کړی دی ګومان کېږي چې د هغې د ردېدو چانس لږ دی.
د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ريیس او د اریزونا سناتور جان میکن د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې په کلکه وغوښتل چې پر پاکستان د وسلو پر پلورلو په غور پرېکړه وکړي.
والله پاکستانه آفرین په دې سیاسیت
هم په نره دوه مخي پالیسی پر مخ وړي او هم په افغانستان کې جګړه کوي او هم نړیوال او افغانستان ملامتوی
چی په دې کار سره ولی پاکستان تورنوی
زموږ افغانان هم باید دا ډول چالاکی زده کړي
دې ته وایی د شیطان بچي. غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی وئې نیسه.