عزیز احمد چودري

تاند- پاکستان وايي، حقاني شبکه نور افغانستان ته انتقال شوې، افغان چارواکي دې یې په خپله خاوره کې وځپي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر عزیز احمد چودري، د کابل د تېرې چهارشنبې د ورځې په تروریستي حمله کې د پاکستان مېشتې حقانی شبکې او پاکستان د لاس لرلو ادعا رد کړه، ویې ویل، افغانستان دې د پاکستان د تورنولو پر ځای په خپله خاوره کې حقانی شبکه وځپي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر له واشنګټن ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان تورونه بې اساسه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت وايي، اسناد او شواهد لري چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ به یې د کابل په نړیوال امنیتي کنفرانس کې وړاندې کړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي، امنیتي ځواکونو یې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د ترهګرو خلاف پراخ عملیات کړي او هغوی یې له منځه وړي دي.

افغان او امریکايي چارواکي تاییدوي چې پاکستان په وزیرستانونو کې پاکستان د پوځ مخالفې وسله والې ډلې ځپلي خو د افغانستان مخالفې ډلې یې له خپلې خاورې نه دي ایستلي.

خو عزیز چودري په دې اړه وویل چې د حقاني شبکه په یو ځای کې ثابته مېشته نه ده«تر کومه ځایه چې موږ پوهېږو، دوی افغانستان ته تللي او پکار ده چې همالته یې چاره وشي.»

ده همداراز وویل چې باید د افغانستان په خاطر له پاکستانه د قربانۍ ګډوری جوړ نه شي.

چودري دا هم وویل چې یوازې د افغانستان استخباراتي اداره ادعا کوي چې د کابل په حمله کې حقاني شبکې لاس درلود، حتي د ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا نه ده تایید کړې چې په دغه برید کې حقانی شبکې رول درلود.

ده وویل، د افغانستان استخباراتو له حملې سمدستي وروسته د حقاني شبکه تورنه کړه، که دا اداره داسې تکړه وي چې په دومره لنډ وخت کې د حملې عامل پېژندلی شي، ولې یې مخکې تر مخکې د حملې مخه ونه نیوله.

په کابل کې استخباراتي کړۍ او دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې مخکې تر مخکې یې د حملې په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو او له همدې کبله یو شمېر بهرني دیپلوماتان له کابله وتلي ول.

3 thoughts on “پاکستان وايي، حقاني شبکه له پاکستانه وتلې او د کابل په برید کې لاس نه لري”
  1. چی استخباراتی کړی خبری وی نو ولی مخنیوی ونه شو، دا خبری ډیری تکرار شوی چی حمله پلانی ځای کی طرح شوی او موږ اطلاعات درلودل او… او بیا چارزانو کیناستل خو ولا چی شرم دی دا خبر خو یو کراچیوان هم کولای شی، بیا دومره نران هم نه یاستی چی اسناد امنیت شورا ته په علنی غوڼده کی وسپاری

    یوبله خبره: د ډاکتر نجیب په وخت دغه خیټور اشرار چی نن کابل کی د آسی لاندی ټیزونه اچوی هغه وخت د ای اس ای په همدغو سوړو کی پراته وو چی نن پکی حقانی شبکه ده او افغانستان ورانولو ته سنګر نیولی و او دوی تر دی وحشیانه حملو قصد درلود خو نه کامیابیدل ځکه کابل کی غښتلی امنیتی ارګان و او د اشرارو آی اس آیی پلانونه به یی همالته ډړی وړی کول

  2. Shame on you and your lair government. Haqani family lives in Miran Shah, Waziristan. Is Miran Shah in Afghanistan? Where was Nasirudin Haqani killed? ISI has rented safe houses for them in Islamabad and Hayatabad Peshawar. Everybody and the world knows that you and your country is bullshitting. Very soon your country will be isolated inshaallah.

  3. دی ته وایی د اوښانو غلا!!!!!!!!!! امریکا څه شوه؟
    میرکل بی بی څه شوه؟
    ایلیزابیته انا چیرته ده؟
    دبشر حقوق چیری دی؟

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *