تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن /شنبه/ وویل چې اسلام اباد په خپل ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

پرون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره هراړخیزو خبرو ته تیاري وښوده، ویې ویل چې افغانستان د منطق او استدلال په چوکاټ کې هراړخیزو خبرو ته چمتو دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، خواجه اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولسمشر غني د پرونیو څرګندونو په ځواب کې وویل، پاکستان به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره تروسه وسه له خپل روله کار واخلي.

خواجه اصف وویل چې پاکستان له افغانستان سره د خبرو لپاره څو میکانیزمونه لري او په دې لړ کې به له موجودو میتودونو کا رواخیستل شي.

پاکستان د امریکا له لوري د طالبانو د ملاتړ په خاطر تر سخت فشار لاندې دی. پرون امریکا اعلان وکړ چې پاکستان ته ۲۵۵ ملیون ډالره مرسته ځنډوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حبیب بانک د نیویارک څانګه د غیرقانوني بانکي اجرااتو په خاطر څه باندې ۶ سوه ملیون ډالره جریمه کوي.

One thought on “پاکستان وايي، د افغانستان له سولې سره مرستې ته تیار دی”

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *