تاند- د پاکستان پوځ نن /یکشنبه/ وویل چې څلور پوځیان یې د افغانستان له لوري په ویشتل شویو ډزو ووژل شول.

دا پېښه په داسي حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو وار بیا سړې شوي او تېره اوونۍ د پاکستان له لوري په ویشتل شویو توغندو لږترلږه ۴ افغان سرتېري ووژل شول.

پاکستان وايي چې تېره اوونۍ له افغان امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

له دې پېښې وروسته دواړو هیوادونو د یو بل سفیران احضار کړل.

د پاکستان پوځ وویل، د افغانستان له لوري پر خیبر ایجنسۍ نن د راکټونو د ویشتل کېدو په نتیجه کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

د پوځ یوه ویندوی وویل چې د افغانستان له لوري تروریستانو د خیبر ایجنسۍ د اخوندواله پاس (کوتل) پوسته په توغندو وویشته.

ده همداراز ادعا وکړه چې پاکستاني پوځیانو په متقابلو ډزو ترهګر له منځه یووړل.

له دې داسي ښکاري چې دا ځل پاکستان د دې برید په خاطر افغان سرحدي ځواکونو ته د تور ګوته نه نیسي.

7 thoughts on “پاکستان وايي، د افغانستان له لوري پر ویشتل شویو توغندو یې ۴ پوځیان ووژل شول”
  1. وایی یتیم په ژړا پوخ دی . د افغانستان ملکی خلک او سرتیری خو هره ورځ له ظالمانو او د پردیو له مزدورانو سره په جګړه کی وژل کیږی اوس به ستاسو هم هره ورځ دوه دری وژل کیږی او ستاسو په کور کی به هم غم وی . وایی مکوه په چا چی وبه شی په تا.

  2. ددیرشو مملکتونو دا سره خنزیران چه افغانستان کی میشته دی, دوی ته افغان ولسمشر باید چه ووایی چه داخپل نیازبینه زوی پاکستان در وتړلی , دا ملک دلیونی سپی په شان هر لاروی ته غاپی.

  3. زه حیران دی خبری ته یم چه ددی ځنګل څلویښت ډیر قوی حیوانات یو نسبتا ضعیفه تور سپی دځانه سره ساتی , زه نشوم پوه چه ددی معاملی راز په څه کی دی.

    1. راز دا دی چی دا د څلویښت ممالکو خلک چی کله کور ته ستړي ستومانه راشي . د بلا ګانو . کارتوني . سندرو او ډرامو په کتلو ستړي شوي . ټوله ورځ زخمت وباسي . کار وکړي او خپل وطن ته خدمت وکړي . نو چی د شپی کور ته راشي باید په تلویزیونکی یو نوي څه وویني . چی ساعت یی پری تیر شي . او دخپل وطن او کار سره یی لا مینه زیاته شي . بنا ځیني فلم جوړونکي شرکتونه او تلویزیوني شبکی زمونږ غوندی دګل مرجان او ګل خانانو په خاوره داسی کارونه کوي . چی

      خپلو خلکو ته ریښیني فلمونه جوړ کړي . . . . ګل خان او ګل مرجان دواړه به منی .. .

  4. دښمن هیڅکله دوست کیدای نشی
    خو افغان بی کفایته رهبری سالم تفکر اوعقل نه کار نه اخلی بیا بیا دښمن ته دورور خطاب کوی هره ورڅ داوبو پر څای په سرکونو وینی بهیږی خو دغ -ع یی پهڅه لندا داچه دښمن ته متقابل جواب هرو مرو باید ورکړل شی دلته انتهار هلته هم باید وشی دلته انفجار هلته انفجار باید وشی چه ووینی او وینی توی شی
    کم عقلو هره ورڅ مرګ -زخمی ولی؟

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *