د پاکستان دفاع وزیر دستګیر خرم

تاند- د پاکستان دفاع وزیر وايي، د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له چا سره جګړه نه شي کولی.

د پاکستان دفاع وزیر انجنیر خرم دستګیر دا خبره پرون /شنبه/ د خپل هیواد یوه خصوصي تلویزیوني چاینل ته وکړه.

تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني چارواکو د افغان طالبانو د پناهځایونو د ویجاړولو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې په خپله خاوره کې له افغان طالبانو سره جنګ نه کوي ځکه چې د افغانستان جګړه به د پاکستان خاورې ته وغځېږي.

د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې په خپله خاوره کې یې د تروریستانو ټولې شبکې له منځه وړي او دا تصور سم نه دی چې لا هم په پاکستان کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه شته.

دستیګر زیاته کړه، پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو ته په زغرده ویلي چې له ترور سره جګړه دې د افغانستان په خاوره کې وکړي، نه په پاکستان کې ځکه چې «موږ په خپله خاوره کې د ترور عوامل له منځه وړي دي.»

ده همداراز وویل، د افغانستان د خاورې لویه برخه د حکومت له کنټروله وتلې نو پکار ده چې د افغانستان حکومت په خپله د تروریزم پر ضد جګړه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او که افغانستان د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو د موجودیت او د پناهځایونو په اړه معلومات لري، له پاکستان سره دې یې شریک کړي؛ پاکستان به یې پر ضد اقدام وکړي.

د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې پخوا یې له پاکستان سره دا ډول معلومات شریک کړي خو پاکستان هیڅ اقدام نه دی کړی.

3 thoughts on “پاکستان وايي، د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې جګړه نه شي کولی”
  1. بیناموسه!ا په خپله خاوره کی تروریست ساتلی شی چی افغانستان ته یی ولیږی او د کفر عملونه تر سره کړی!ا زما له لوی خدای دا غوښتنه ده چی پاکستان د امریکا تر سینی لاند شی اوخدای دی پاکستانه لمبه کړه.امین یا ربالعالمین

  2. وزیر ریښتیا وایي، دا خو یوازې موږ یوو چې د هر پردی لپاره د خپلو خلکو او وطن سره جنګېدلی شوو او هغوی لپاره ان خپل ورور هم وژلی شوو مال یې لوټلی شوو او… دا ده نیمه پیړۍ شوه چې همدا مو کیسب ګرځېدلی، ډوډۍ ترې خورو

  3. د مولانا فضل الرحمان څخه دی دا وزیرصاحب پوښتنه وکړی چی ( یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم ) مفهوم څه دی او مراد څوک دی؟
    خو دا خاصیت د منافق دی چی په خوله یی یو څه او زړه یی بل څه وی.
    مګر دا سوالونه مطرح کیږی :
    آیا د پاکستان نظامی حکام بی له شر اچونی ، دګاوڼډی سره خیانت، دتکنالوجی غیر انسانی کارونه، درذایلو رشد نه بغیر نور کوم انسانی کار لری ؟
    له هر څه سره لوبی ، له ملا او دین سره هم لوبی؟
    اللهم لا تزد الظالمین الا تبارا

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *