د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- پاکستان وايي چې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې لپاره حاضر دی چې د یوه منځګړي په توګه د سولې خبرې تنظیم کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله نن /جمعه/ وویل:«پاکستان یو وار بیا چمتو دی چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ په هغه صورت کې چې دواړه خواوې تیارې وي، د خبرو د برابرولو لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې طالبانو کندوز ښار ونیوه او هغه یې په کنډوالو بدل کړ.

د چارو ځیني کتونکي پر کندوز یرغل د پاکستان خلاف د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو او په بډه بېره کې د پاکستان د پوځ پر اډې د حملې په ځواب کې ګڼي.

پاکستان د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو امکان برابر کړ.

راپورونه وايي چې افغان چارواکي نور نه غواړي د پاکستان له لارې له طالبانو سره خبرې وکړي. افغان چارواکي وايي که طالبان غواړي چې خبرې وکړي له دوی سره دې مخامخ تماس ونیسي نه د پاکستان له لارې.

One thought on “پاکستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د خبرو منځګړتوب ته تیار دی”
  1. زه د افغانستان د حلکو د نظر ملاتړی یم که طلبان غواړی چی د افغانستان حکومت سره حبری کول غواړی نو د افغانستان سه دی په تماس کی شی نه د پاکستان سره څکه پاکستان زمونږ پلارنده چی د هفه په حبرو داسی لکه یو زوی یی چی د حپل پلار لپاره کوی ولی زمونږ پلار حو نده اوس مونږ حپل دوښمان پیژانو

ځواب ورکول سید امین هاشمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *