تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان حکومت ته په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د رول په خاطر ۳۳۶ ملیون ډالره ورکړي دي.

د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک) وايي چې د امریکا د مرستو له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۱۹ ملیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

پاکستان ته د ايتلاف د ملاتړ بسپنه (Coalition Support Fund) په ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته له دې پیل شوه چې دغه هیواد په افغانستان کې د القاعده او طالبانو ضد ايتلاف کې شامل شو.

د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور پر اساس پاکستان لا هم امریکا ته د مالي مرستو په بدل کې خپلې هوايي اډې او نور امکانات ورکوي.

د پاکستان مرکزي بانک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې د ايتلاف د ملاتړ پروګرام پر اساس یې ۳۳۶ ملیونه او ۸ لکه ډالر ترلاسه کړي او دا د روان مالي کال، چې د ۲۰۱۶ کال په جون کې پای ته رسېږي، د یو نیم ملیارد ډالري مرستې لومړۍ برخه ده.

د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور پر اساس، پاکستان له پیله تراوسه پوري د ايتلاف د ملاتړ د پروګرام له مخې ۱۳ ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي.

5 thoughts on “پاکستان وايي، د افغان طالبانو پر ضد د جګړې په خاطر امریکا ۳۳۶م ډالره ورکړل”
  1. دآمريکاه ددې کومک معنی داده چه دا پيسې دتروريزم په تقويت او دهند دپرمختګ مخه نيول ده .آمريکاه هيڅکله يو سينټ چاته مفت نه ورکوې حتا په آمريکاه کې که يو څوک خپل دصفاحې ماليه چه ۲۰ډالره وي ورنه کړې و زندان ته ئې آچوې څنګه دي امکان ولرې چه په ميلونو ډالره دې وفکې ستان ته مفتې ورکړې.
    مړه دې وې دآفغانستان داخلې اوخارجې دښمنان.

  2. پاکستان ته داسی خدای ورکړی , چه هم یی کری او هم یي ریبی, او بیا پر کرلو او ریبلو برسیره مزدوری هم اخلی , بشکه پاکستانه ستا سیاست ته سړی حیران پاته شی. هغه دفارسی متل دی چه وایی(( با خدا داده ګان ستیزه مکن که خدا داده ګان را خدا داده)), ستا پیر ته سلام دی پاکستانه دا ته دکوم هیواد مرید یی,,,!!!

  3. دا معلومه خبرده چی پاکستان دی امریکا کوچونی ورور ده او پاکستان یواځینی هیواد ده چی داسلام او مسلمانانو په تباهی کی مهم رول لری دا څنګه کیدای شی چی پاکستان دافغان طالبانو پر ضد جګړه کوی او پاکستانی طالبان د افغان جګړی لپاره په وسلو سمبالوی
    دوهم دا چی دا افغان بیغیرته سیاستمداران باید له صحنی ووزی او وطن پرسته کسان رامنځ ته شی. دریم دا چی افغانستان او امریکا ‌‌‌‌‌‌ډیر واټن لری او امریکا. دافغانستان. درد نسی دوا کولی باید له ګاوند ستر ګاوندی قدرت سره لاس ورکړی لکه د شوروی اتحاد او هندوستان. څلورم باید هغه تعداد امریکایی او دی تاتو عسکر په افغانستان کی دی ټول وشړیی او دهغوی پر ځایی هندی او دی شوروی اتحاد عساکر ځای پر ځایی شی نو دافغانستان سرحدات په مکمل ‌‌‌‌‌‌ډول سره خوندی وی او دا ټول دی ملت دی همت سره تړلی دی چی باید یو ملی پا څون وکړی او دغه ‌‌‌‌‌‌ټول ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی امریکایی دی او که پاکستانی له بین نه یوسی له دی نه بیغیر دی هر. کور شاته به تور پنجابی ولاړ وی او بیا به نه افغانیت وی او نه افغانستان

  4. همغه خبره ده چه وای د لیوا سره غوښی خوری او شپونکی سره غمشریکی کوی

ځواب ورکول امان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *