تاند- پاکستان د افغانستان او هند د جاسوسانو د نیولو له ادعا وروسته وايي چې دا مسله له نړیوالې ټولنې سره شریکوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد د ملي امنیت کمېټې پرون مازدیګر/چهارشنبه/ د صدراعظم نوازشریف په مشرۍ په غونډه کې وپتېیله چې د خپل هیواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو استخباراتي ادارو د لاسوهنې موضوع په نړیواله کچه مطرح کړي.

په دې غونډه کې د پاکستان د کابینې د مهمو وزیرانو ترڅنګ د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د آی ایس آی ريیس هم حاضر ول.

دوی د پاکستان په خاوره کې د بهرنیو جاسوسانو فعالیت د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره دسیسه وبلله، ویې ویل چې پاکستان د تروریزم له منځه وړلو او له تشدده د خپل هیواد پاکولو ته ژمن دی.

په دې غونډه کې نوازشریف په پنجاب ایالت کې د تروریستي ضد عملیاتو د دوام ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د پاکستان تروریستي ضد اقدامات به د هیواد د بې ثباتوونکو عناصرو تر بشپړې خاتمې پوري دوام وکړي.

که څه هم د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې په غونډه کې اصلي بحث د بهرنیو جاسوسانو په اړه و، خو ډېر بحث د هغه تروریزم په باب وشو چې پاکستان ته ورپېښ دی.

پاکستان پرون ادعا وکړه چې د افغانستان د استخباراتو یو ماموری يې د چمن ښار په لمنه کې نیولی. (تفصیل)

پاکستان تېره اوونۍ ویلي و چې په بلوچستان کې یې د هند یو جاسوس نیولی دی.

4 thoughts on “پاکستان وايي، د بهرنیو جاسوسانو مسله په نړیواله ټولنه کې مطرح کوي”
  1. که سه هم پوهیگم چی تانده دومره مسلکی او اخلاقی ه
    شهامت نه لری او د بیان آزادی ته هم ژمن ندی
    چی زما دا نظر خپور کری زکه زما مخکینی تبصره چی د فاع د وزیر په هکله وو او تول د ژورنالیزم د قوانین په چوکی کی وو هم خپور نشو، خو په هر حال د یو متعدد افغان په توگه زآن مکلف بولم چی ولیکم پاکستان غول خوری چی داسی بی منطقه خبری کوی، دپاکستان آی اس آی دی اول خپل زرگونه مستقیم او غیر مستقیم اجنتان له افغانستانه وباسی، اول دی زموگ په پاکه
    خاوره خپل مداخله بند کری او طالب ترورستان دی افغانستان ته نه رالیگی بیا دی د یو نفر گواکی د افغان دولت د استخبارات مامور په هکله چی زما په نظر د افغان یو اصیل بچی دی، په مورد کی شکایت وکری،پاکستان اوس هغه د چا خبره بگیریش که نگیردقصه راخستی او له دی لپاره چی د خلکو پام له زرگونو آی اس آی اجننانو نه چی په دو ه و گا وندیو هیواد و یعنی هند او افغانستان کی په تخریبی فعالیتو نو بوخت دی بلی خواته واروی داسی غلط خبرونه خپروی.
    لعنت د وی د پاکستان په اجننانو دا اجنتان که دافغان دولت په ادارو کی وی او یا په رسنیو کی.

  2. Salam. It’s time for afghan government to learn from pakistan and act against pakistan which have agents inside parliament and cleanse it and destroy it for ever. Look at pakistan, they have no true evidence and say it we have afghan agents and we will share it with FN.and what have afghan government did? Nothing and pakistan send us terrorist on daily basis to Afghanistan. .

  3. اوس ېې وخت دئ چې د افغانستان ملي امنيت اداره د پاکستانيو جاسوسانو پسې په پوره جديت خپل ټول واک او صلاحيت په کار واچوي او یوپه یو ېې ميدان ته کړي ، خودانه چې د وطن په اصيلو بچيانو د تهمت لګولو يوه وسیله شي ، زمونږ وطن د بهرنيو جاسوسانو هغه سبزي مارکیټ ته ورته دئ چې هرډول سبزۍ پکې شته ، ټول هغه دولتي کارکوونکي اود شورا وکيلان چې هلته کورونه لري بې څه ندي ، خلک هم باید مرسته وکړي

  4. آفغانانو ته په کار ده هر څومره چه ژر وي بايد دآمريکاه او انګلس لاس دآفغانستان څخه وباسي تر څو چه داامپريالستي مرتدد هيوادونه زموږ په هيواد کي وجود ولري زموږ ژوند به نور هم بدتره سي دا په دې خاطر نه چه دطالبانو دشعار سره هم ږغ يم .
    که څه هم داشعار دطالبانو چه آمريکاه دي دآفغانستان ووزي دا هم آمريکاه ورته ويلي دي چه جنګ تود وساتي او آفغان وژني ته ادامه ورکړي .
    بيا ورسته موږ پوهيږو او مرتدد او تش په نوم اسلامي هيواد فکي ستان چه په څه ډول ددوئ سره دهمسايګي ارتباطات وساتو

ځواب ورکول خاوری حاجی سورگل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *