تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وايي، د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ موافقه د افغانستان د حکومت له لوري نه ده تصویب شوې.
ښاغلي چودري، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته خبرې کولې، تایید کړه چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) او د افغانستان د استخباراتي ادارې یا ملي امنیت ریاست ترمنځ د سولې د خبرو په باب موافقه شوې خو تراوسه پوري د افغانستان له لوري تصویب شوې نه ده.
د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ موافقه په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د یو شمېر کسانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه. د افغانستان ولسمشر وروسته وویل چې دا موافقه لا تصویب شوې نه ده خو پر هغې اعتراض کوونکو اصرار کاوه چې د دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ موافقه نهايي شوې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته لاړ شي او د دغه هیواد له چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ پر امنیتي موافقې خبرې وکړي.
علومي به له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د حملو د زیاتېدو او د هغو د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وکړي.
دغه راز ویل شوي چې ښاغلی علومي به د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني خاص پیغام د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته ورسوي.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان پر ولسي جرګې له انتحاري حملې وروسته د افغانستان د ملي امنیت ریاست تور ولګاوه چې دا برید د بلال په نوم د آی ایس آی یوه مامور په پېښور کې تنظیم کړی و.
له بلې خوا د پاکستان د صدراعظم او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد د مشرانو جرګې ته وویل، اسلام اباد تیار دی چې په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي.
سرتاج عزیز، چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان د مشرانو جرګې یا سینټ د بهرنیو اړیکو کمېټې ته خبرې کولې، وویل:«پاکستان تیار دی چې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرواترو په پیلولو کې هر ممکن رول ولوبوي.»
چودري وویل، طالبان باید هغو خلکو ته درناوی وکړي چې خلکو تېر کال په انتخاباتو کې رایې ورکړې او اوس د افغانستان واک په لاس کې لري.
ددۍ استخباراتی تړون څخه یی دپشو او موږک لوبه جوړه کړی…! افغان غیرتی ولس دادګندومک تړون نه غواړی خو زموږ بی شرمه بی غیرته حکومتی وکداران د ګندومک تړون باندی ټینګار کوی .زما په ګومان چه اشرف او یا هم عبدالله دمور او یا هم دنیکه لطرفه به پاکستانیان وی متاسفانه…!!
داوطن خا وند لري د اشرف غني او عبد الله شخصي ملکیت نه دۍ چې اوس یې اتمر صا حب د انګریزا نو په اشاره په پنجا بیا نو خر څ کړي