تاند- پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه وغوښتل چې حاضر دی وسله وال طالبان خبرواترو مېز ته راولي.

پاکستان په تېرو دوو میاشتو کې څو ځلي وویل چې که طالبان او د افغانستان حکومت وغواړي نو حاضر دی چې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

وروسته له دې چې د افغانستان له لوري د پاکستان د دې غوښتنې په وړاندې غبرګون څرګند نه شو، پاکستاني چارواکو په خپلو الفاظو کې لږ څه بدلون راوست، ویې ویل چې که د افغانستان حکومت وغواړي نو پاکستان تیار دی چې له طالبانو سره د افغانستان د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د افغانستان حکومت نه یوازې دا چې د پاکستان غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه بلکې ویې ویل چې که طالبان خبرې کوي د افغانستان له حکومت سره دې مخامخ وږغېږي.

افغان چارواکو دا هم وویل چې په دې برخه کې د پاکستان منځګړتوب ته اړتیا نه لري خو که پاکستان غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، په خپله خاوره کې دې هغه طالبان وځپي چې د جګړې لپاره افغانستان ته جګړه مار رالېږي او د هغو لپاره وسلې او پیسې برابروي.

پرون /دوشنبه/ د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې لا هم د افغانستان د حکومت ځواب ته انتظار دی چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو په بیا پیلولو کې مرسته وکړي.

سرتاج عزیز وویل:«زموږ په نظر پخلاینه تر ټولو ښه انتخاب دی خو د بریالیو پایلو لپاره مخکې ترمخکې شرطونه پکار دي، او لازمه ده چې انعطاف وښيي.»

پاکستان د سږ کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې د خبرواترو امکان برابر کړی و. خو وروسته یې په دې هیله چې اوړی دی او له تودې هوا څخه په استفادې به طالبان ځیني ولایتونه ونیسي د ملا عمر د مړینې په پلمه دوهم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه، د جولای په ۳۱مه وشي، وځنډولې.

اوس چې هوا په سړېدو ده او اکثره طالبان د ژمي او د تېرولو لپاره بېرته پاکستان ته ځي، پاکستاني چارواکي غواړي چې خبرې اترې وشي او په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو له پرمختګ څخه د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي.

7 thoughts on “پاکستان وايي، د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د افغانستان ځواب ته انتظار دی”
  1. د پاکستان هم د افغانانو نه شرم نه کیږي، طالباتو سره خبرو ته څه اړتیا ده. هغوی په پاکستان کې اوسیږي هملته تربیه او تجهیزیږي او د همدوی لخوا افغانستان ته رالیږل کیږي، نو هغوی سره ولې خېرې وشي؟ پاکستان ښه پوهیږي چې افغانستان ضعیف دی او دوی یې نه پریږدي چې په پښو ودریږي خو تل به حالات داسې نه وي او نه به داسې بې کفایته اداره په افغانستان کې د همیش لپاره بقا ولري. پاکستانه دا د احمدشاه، سلطان محمود او سردار داود خاوره ده. د هر افغان په زړه کې ستاسو لپاره نه هیریدونکې کرکه پرته ده. وخت به راشي زما جنګ د طالب سره نه بلکې له تا سره دی خو ته دومره سپين سترګې او تور مخی یې چې د هر چا سترګو کې خاورې اچوې.

  2. لکه څرنګه چی طالبان درسینو دراپور له مخی په دوه ډلو ویشل شوی چی دیوی ډلی مشری یی ملامحمد رسول اخوند او دبلی ډلی مشری یی ملا اخترمحمد منصورکوی
    دا اوس معلومه نده چی کومه ډله دسولی په ټینګښت اوپه نظامی ډګر کی دخپل حریف په مقابل کی برلاسه اوخپلی ژمنی عملی کولای شی
    افغان دولت باید دحالاتو دڅارلو په خاطر دصبر څخه کارواخلی ترڅو له یو ځواکمن ډلی سره دسولی خبری شروع اومثتبی نتیجی تری رابرڅیره شی

  3. عزتمندو: پاکستان نه دطالبانو په ګټه دی نه دافغانستان دحکومت په ګټه دی . بلکی پاکستان په سیمه کی فقط دغربی استعمار امریکا او انګریزداستعماری نقشو اوجها ن نیولو موخو ته درسیدلو اوپلانونودتطبیق ټیکه دار او ضمنا دخپلی بقا اوهغی خا وری دساتلو اود ځان کولو موخوته ورسیږی کومی سیمی چی دهندوستان او افغانستا ن دخاوری څخه دغربی استعمار دخوا څخه جبراجلا او پاکستان یی تری جوړکړی دی . نوځکه پاکستان هیڅکله دافغانستان سوله نه غواړی اوهم پدی لاره کی څوڅو ځلی ازمایل شوی اوبیا ازمایل شوی مګر عملا خبیث او ترخیث هم وړاندی دوه مخی او دروغجن او مضرثابت شویدی .نوبیا ازمایل یی خطا پرخطاوی که دسولی په اړوند کومه خبره او یا ناسته کیږی ښه به داوی چی په بل داسی هیوادکی چی دافغانستان دخلکو دپاره او هم په سیمه کی دجنګ اوجګړی ، نیولواو دځان کولو دپاره کوم شوم هدف او موخه ونلری اوپاکستان یی هم څه ناڅه تر تاثیر لاندی وی ښه به وی . .

  4. هر انسان چه اله پاک وپېږنده مستقېمه پېږنې طالبان خداې بالکل نه پېږنې دا ېو څرګند خقېقت دې چه بلېګه مجاهېدېن غله او دې دېن رسول دښمن وو او دې اولېن دې پاکستان غلامان دوې وو او دې او په دا مردارو څېرو دې دوې نالت وې

  5. او نمبر مجاهېدن دې پاکستان غلامان وو او اوس هم دې دوهم نمبر دې خدادې رسول نه منکره او شر اچونکې چه هم ځمکه ترې سوزې او هم اسمان چه ښه بېلګه دې ځمکو چور او نه ناخقه قسم خوړل او وږل او خلال کول دې چه هېچاته جوازاله پاک ندې ورکړې مجاهېدېنو دې خداې دوښمنو کړې دې ېا ډېره سخته ورځ به چه ستاسو محماکمې حاضرېږې دلته خو ددوې درشوتونو زور دې هلته نشته دې مرشال فهېم او ربانې به اېمانه او غولان مسعود ته ورشې چه دې هغې دونېا ټول قوانېن ورته معلوم دې ځان پرې خبر کړې چه دا اوس توبه وباسې خداې مهربان وبه بښخې ځکه دا اله دربار دې نه مخقېق مړتت ورسرهمرشال به اېمان او ورپسې ربانې او اخېر کې چې په دوې باندې دا خپلې ښځې دوه دوه وارې طلاقې دې
    ځکه دازامن ددوو ټول ارمونې دې

ځواب ورکول محمد داود یتیم یار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *