تاند- پاکستان ادعا کوي، هغه انتحاري، چې پرون /جمعه/ یې د مردان ښار د محکمې مخته ځان والوزاوه، د افغانستان تبعه و.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیس وايي چې د انتحاري عمر د ۳۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ و او له افغانستانه راغلی و.

دوی نه دي ویلي چې څرنګه پوی شول چې انتحاري د افغانستان تبعه و خو ویلي یې دي چې د هغه د بدن غړي یې د ډي این اې ازموینې لپاره لېږلي او تراوسه یې نتیجه نه ده ترلاسه شوې.

د پولیسو په راپور کې دغه راز ویل شوي چې دغه انتحاري په ځان پوري له ۶ تر ۸ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد تړلي ول.

د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی.

پاکستان ادعا کوي چې دا ډله، چې مشري یې عبدالولي اکا او عمر خالد خراساني کوي، په افغانستان کې دېره ده.

د مردان په برید کې لږترلږه ۱۳ تنه ووژل شول. د وژل شویو کسانو په منځ کې د عوامي نشنل کوند یو سیمه ییز مشر هم شامل دی. دا ګوند له افغانستان سره خواخوږي لري او تل یې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې غندلي دي.

د عوامي نشنل ګوند پر غړیو په ځلونو د تروریستي ډلو له لوري بریدونه شوي او په سلګونو غړي او مشران یې د ترور قرباني شوي دي.

5 thoughts on “پاکستان وايي، د مردان حمله کوونکی د افغانستان تبعه و”
  1. دغه شان حملی هغه سوک پلان کوی اوعملی کوی یی چی دلراوبر پختنو په مابین کی دنفرت اولری والی کوششونوکی لگیادی /زمادٹولو مسلمانانوپختنو ورونوسخہ داخوہش دی چی دی داسی مکار دشمن پہ مقابلہ کی خہ هوشیار شی اوخپل دوست دوشمن اوپیجنی او ددوی دمکر فریب خکارنشی

  2. دا خو ښکاره خبره ده چې دا برید ای اس ای کړی، ځکه چې په یو غشي یې دوه مرغۍ وویشتې. يو یې د عوامي نشنل ګوند غړی چې د افغانستان خواخوږی و وواژه او بل یې افغانستان تورن کړ. بې ثبوته یې دعوه وکړه چې ځانوژونکی د افغانستان تبعه دی.

  3. دادابلس بچئ ائ ايس ائ دي په دې ښه پوه وي چه دلر او بر دپښتنو او بلوڅو قاتل همدا ته ئې

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *