د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ د کابل د چهارشنبې د ورځې په تروریستي حمله کې د خپل هیواد د لاس لرلو په اړه د افغانستان ادعا رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل؛ د افغانستان تورونه بې اساسه دي او دا تورونه د افغانستان د سولې پروسې او د هغې پرمختګ ته زیان اړوي.

ده ونه ویل چې د سولې کومه پروسه او یا کوم پرمختګ.

ظاهراً د افغانستان د سولې کومه پروسه چې پاکستان پکې شامل وي، نه لیدل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون وویل چې د کابل پرونۍ حمله د حقاني شبکې، چې په پاکستان کې مېشته ده، د آی ایس آی په مرسته کړې ده.

په زنبق څلور لارې کې د یو نیم ټن چاودېدونکو موادو په موټربمي برید کې لږترلږه ۱۰۰ تنه شهیدان شول او تر ۴ سوه ډېر نور ژوبل شول. لا هم یو شمېر خلک په هغو خپلوانو پسې ګرځي چې نه یې مړ موندل شوی نه ژوندی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل«د تورونو لګول د سولې د هلوځلو لپاره ښه نه دي.»

زکریا همداراز وویل چې پاکستان په خپله د تروریزم قرباني دی.

تېره اوونۍ د امریکا استخباراتي چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د تروریزم ملاتړ به پاکستان پخپله د بې ثباتۍ ښکار کړي.

One thought on “پاکستان وايي، د کابل تورونه د افغانستان د سولې پروسه زیانمنوي”
  1. پاکستانیه ته چې زما په سرو وینو لړلی کابل ته د سولې پروسه وایی ، له تا بل منافق په نړۍ کې نشته ، ته چې زما په زخمي زړه نورې مالګې هم شیندې تاته د الله همداسې سوله در پېرزو کړي.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *