د پاکستان سرحدي ملېشه ځواک

تاند- پاکستان ادعا کوي چې وسله والو سختدریځو نن /سې شنبه/ د افغانستان له خاورې د دوی پر ملېشه ځواک ډزې وکړې او لږترلږه ۷ تنه یې ووژل.

پاکستان تر دې مخکې هم څو ځلي دې ته ورته ادعاوې کړي دي. پاکستان وايي چې د دغه هیواد طالبان (ټي ټي پي) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې پناه اخیستې او له هماغه ځایه پر پاکستاني پوستو بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ وویل، د سرحدي ملېشې (ایف سي) اووه غړي د شمالي وزیرستان یوه ښارګي ته نژدې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي:«نن سهار وختي د افغانستان له لوري د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په ښارګې کې د سرحدي ملېشه ځواک پر پوستې د درنو وسلو ډزې وشوې. د دې برید په نتیجه کې د ایف سي اووه سرتېري شهیدان شول.»

د سیمې د اوسېدونکو او د پکتیکا د چارواکو په وینا د انګور اډه د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ برخه ده خو د طالبانو د واکمنۍ په موده کې پاکستان خپلې پوستې ورته رامخکې کړې.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او دا هیواد وهڅوي چې جګړې ته د طالبانو له تشویقولو لاس واخلي. پاکستان په پیل کې په خپل دریځ کې یو څه بدلون راوست، طالبان یې هم خبرو ته تیار کړل خو وروسته یې د ملا عمر مړینه پلمه وګرځوله او د سولې خبرې یې ودرولې.

2 thoughts on “پاکستان وايي، طالبانو د افغانستان له خاورې ۷ ملېشه سرتېري ووژل”
  1. اي منا فقانو په دروغو ،دسيسو او پرو پا ګند او دنورو دبد نامولو كي خومره لوي مهارت لري . الله مو تباه كړه لكه څنګه چه مو نږه مو تباه كړو.
    زه يو نظامي جنرال يم كه موقع په لاس راغله دعبرت درس به درته در كړ م ؟

ځواب ورکول "عبدالرشید"قیس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *