تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به راتلونکې میاشت په پلازمېنه اسلام اباد کې غونډه وکړي او په دې به خبرې وکړي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې څرنګه بیا پیل کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی قاضي خلیل وویل، د څلورو هیوادونو استازي به په دې غونډه کې، چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه دایرېږي، د جګړه ځپلي افغانستان د سولې د لارې د نقشې یا طرحې د جوړولو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا به دې ته ورته درېمه غونډه وي. تر دې وړاندې لومړۍ غونډه په اسلام اباد او دوهمه په کابل کې جوړه شوه.

چارواکي وايي چې د طالبانو استازو ته به هغه مهال په خپلو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړي چې څلور هیوادونه پر ټولې طرحې موافقې ته ورسېږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف به د همدې هلوځلو په لړ کې ژر قطر ته لاړ شي.

ده د نوازشرشیف د سفر په اړه نور جزییات ورنه کړل خو داسي ښکاري چې ممکن نوازشریف به غواړي چې د سولې په اړه په قطر کې د طالبانو له استازو سره وږغېږي.

طالبان په قطر کې غیررسمي دفتر لري.

دې ډلې په وروستیو کې وویل چې د دوی د قطر دفتر یوازینۍ باصلاحیته مرجع ده چې د طالبانو د تحریک له لوري خبرې کولی شي.

د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لومړی پلا مخامخ خبرې د تېر میلادي کال د جولای په اوومه د پاکستان په مري ښارګوټې کې وشوې. ټاکل شوې وه چې بل پړاو د جولای په پای کې وشي خو د ملا عمر د مړینې د خبر اعلانېدو ظاهراً دا بهیر په ټپه ودراوه.

One thought on “پاکستان وايي، طالبان به وروسته له دې چې ۴ هیوادونو د سولې پر طرحې جوړه وکړي، خبرو ته وبلل شي”
  1. د هر خبر په سر کې د معتصم اغاجان د عکس راښکاره کېدل داسې ښیي چې هدف خبر تر هغه کمزوری دی. په کار دی چې په دې ډول د خبر اهمیت کم نه کړای شي. که د اغاجان خبر د یوه خبر په پای کې واچول شي لا یوه خبره. او دا شی په اکثرو اعلانیه پروګرامونو کې کېږي لکه ځینې ویب سایټونو نو چې یو څوک څه آنلاین واخلي
    چې پرچېز تکمه ووهي بیا ورته راشي،‌«هغو کسانو چې دا شی یې خوښ کړی دی، دغه بل یې هم خوښ کړی دی.»

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *