تاند(پنجشنبه، د جدې ۲۶) افغان طالبان او پاکستان وايي چې دا ډله د لنډې مودې اوربند ته تیاره شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په یوه ویدیويي پیغام کې وویل چې افغان طالبان حاضر شوي چې تشدد کم کړي.

قریشي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو کمېدا د طالبانو او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې لور ته یو ګام وباله.

ده همداراز ویلي«نن یو مثبت پرمختګ شوی. طالبانو د تشدد کمولو ته لېوالتیا ښودلې ده. فکر کوم چې دا د سولې د موافقې خوا ته یو ګام دی.»

له دې جلا نن (پنجشنبه) اسوشیتید بریس او فرانس پریس خبري اژانسونو د طالبانو د سرچینو په قول ویلي دوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته یو سند سپارلی چې په هغه کې یې د ۱۰ ورځو لپاره د اوربند وړاندیز کړی دی.

دوی ویلي چې خلیلزاد ته دا وړاندیز پرون (چهارشنبه د جنورۍ ۱۵) په قطر کې وسپارل شو.

د افغانستان حکومت ویلي چې د تشدد کمېدا کافي نه ده بلکې طالبان باید اوربند اعلان کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي نن په یوه خبري غونډه کې وویل،  حکومت د سولې لپاره یوه جامع تګلاره لري خو په وینا یې چې د تاوتریخوالي کمېدا مکلفیت نه رامنځته کوي او نه هم له سولې سره مرسته کوي.

ده د طالبانو له خوا د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو په غبرګون کې وویل، د تاوتریخوالي راکمول کوم مفهوم نه لري او حکومت هم ورسره ځکه موافق نه دی چې د سولې لپاره دا طرحه کومه ګټه نه لري.

مخکې ویل شوي و چې طالبان تشدد کموي خو اوربند نه کوي.

ظاهراً طالبان د دې لپاره لس ورځیني اوربند ته راضي شوي چې له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک کړي. د چارو کتونکي وايي، که امریکا حاضره وي چې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي، طالبان بیا ولې له افغانانو سره د دایمي اوربند پر ځای پر لنډمهال اوربند ټینګار کوي.

One thought on “پاکستان وايي، طالبان تشدد کموي، طالب سرچینې وايي ۱۰ ورځینی اوربند اعلانوي”
  1. ترڅو چی امریکا په پاکستان سیاسی او اقتصادی او نظامی بندیز لکه د ایران په شان ونه لګوی اوربند اود تاوتریخوالی کمول بی مفهومه خبره ده ځکه په سیمه کی اوس پاکستان دا کوښښ کوی چی ځان له تور لیست څخه خلاص کړی او نړیوالو ته وښایی چی طالبان مستقل دی مګر دیته یی فکر نده چی طالبان د اوربند مشوری لپاره یا افغان دولت سره مذاکری لپاره پاکستان ته هر شیبه او هر ساعت په تماس کی دی نو آن د اوربند لپاره یی پاکستان ته سفر هم وکړ کچیری طالبان پاکستان کی وی نو نړیواله ټولنه یا امنیت شورا ولی په پاکستان نظامی اوسیاسی فشار نه راوړی کچیری نړیوال په پاکستان په واقعی ډول د یوی میاشی یا څو میاشتو لپاره بندیز ولګوی نو په ډیر کم وقت کی به طالبان هم له افغان دولت سره او هم له امریکا سره د سولی موافقه او دایمی اوربند اعلان کړی نو لدی معلومیږی چی امریکا دلته په افغانستان ثبات او واقعی سوله نغواړی او تل له پاکستان سره نظامی او اقتصادی مرسته کوی چی دا پخپله ترویزم سره مرسته ده

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *