تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.

د ډان نیوز خبري چاینل د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل وویل، د دواړو خواوو چارواکي په خبرو بوخت دي خو تراوسه پورې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

فیصل په عین حال کې وویل چې اوس لا نه غواړي چې د خبرو د جزییاتو په اړه څه ووايي.

ده وویل، له ډېرو هڅو سره سره تراوسه پورې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې خنډونه نه دي لېرې شوي.

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې یو لړ ژمنې کړي چې د کابل په کنفرانس کې به یې اعلان کړي.

د زاخېلوال له څرګندونو داسې ښکاري چې پر پاکستان د امریکا فشارونو څه نا څه اغېز کړی دی او ښايي همدا علت وي چې د پیسو مینځلو او د تروریستانو د مالي ملاتړ د مخنیوي ډلې پرون پاکستان په تور لیست کې له شاملولو څو شېبې وروسته خپله پرېکړه بېرته واخیسته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی فیصل وايي، د امریکا او پاکستان په پټو خبرو کې ډېرې هڅې شوي چې د دواړو خواوو اختلافات حل شي خو تراوسه دغو هڅو نتیجه نه ده لرلې.

د فیصل په وینا د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره پکار ده چې دواړه هیوادونه یو لړ اقدامات وکړي.

One thought on “پاکستان وايي، له واشنګټن سره د اسلام اباد پټې خبرې روانې دي”
  1. پټی خبری!ا
    یعنی هغه خبری چی افغان ته یکی چل دی!ا پاکستان غواړی له امریکا سره دحتی د خپل ناموس په بدل کی د افغانانو دشمنی کوی او دا هغه هڅي دی چی غواړی امریکا او دنیا یو څل بیا وغولوی!ا خو امریکا باید د افغانانو خولی ته وګوری نه د د پاکستان مور خرڅونکو ته!ا زما په نظر مونږ له پاکستان سره هیڅ تجارتی اړیکی نه غواړو او نه ددوی څه په کار دی اونه دی له مونږ غواړی خو مونږ خپل حق ورڅخه غواړو او په بل هيڅ قناعت نه لرو!ا په دی خبره دی امریکا سر خلاص کړی خپل ناموس چی د ترهګری یعنی پاکستان څخه په تهدید کی دی وساتی!ا او نړی دی له دغه شر خلاصه کړی که نه د تروریستانو چاړه به د امریکا په پارکونو کی وحشتونه واچوی او بیا به ناوخته وی!!ا

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *