تاند- وروسته له دې چې پاکستان وویل په زور او جګړه څوک طالبانو ته ماتې نه شي ورکولی، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نن /جمعه/ وویل، د افغانستان حکومت باید لومړی د جګړې په میدان کې پر طالبانو برلاسی شي او بیا دې ډلې ته امتیازونه ورکړي څو د سولې خبرو ته حاضره شي.
چودري عزیز احمد په غیر مستقیم ډول غوښتل ووايي چې طالبان په جګړه کې برلاسي دي نو ولي سوله ومني. ده وویل چې طالبان باید په دې پوه کړای شي چې د جګړې په پرتله د سولې په خبرو کې ډېر څه ترلاسه کولی شي.
ده رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو هڅول به هغه مهال نتیجه ورکړي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د جګړې په میدان کې د طالبانو د پرمختګونو مخه ډب کړي.
پاکستان پخوا ویلي و چې که طالبان یې د سولې خبرو ته حاضر نه کړای شول، د دې ډلې پر ضد به په خپله خاوره کې اقدام وکړي خو اوس وايي چې د طالبانو پر ضد اقدام کول ګټه نه لري.
د دغه هیواد چارواکو ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ناټو تر یو نیم لک زیاتو ځواکونو ونه کړای شول چې طالبانو ته په جګړه کې ماتې ورکړي.
د امریکا د کانګریس غړي وايي چې پاکستان د حقاني شبکې په شمول د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او باید امریکا له دغه هیواد سره مرستې محدودې کړي.
د امریکا د استازو جرګې غړي تاکید کوي چې باید پاکستان ته مرستې په هغه صورت کې ورکړای شي چې امریکا د پاکستان له لوري د حقاني شبکې د مشرانو او قوماندانانو په نیولو کې پرمختګ تایید کړي.
امریکا په کوټه کې د طالبانو شورا ته د لوی تهدید په سترګه نه ګوري خو تل وايي چې په وزیرستان کې دېره د حقاني شبکه لوی ګواښ ده.
د امریکا د استازو په جرګه کې له پاکستان سره د مرستو د مخنیوي له پرېکړې وروسته ډېر احتمال شته چې دا پرېکړه د متحدو ایالتونو مشرانو جرګه هم تایید کړي، ځکه چې د سناتور باب کراکر په شان ډېر سناتوران پاکستان د ترهګرو پالونکی ګڼي.
تاسو پنجابیانو ته خو زمونږ تاربخ معلوم دی، مګر اوس په افغانانو لږبد وخت راغلی خو دا به تیر شي. دنیا لکه د ارټ منګوټی دی نن ستاسو پله لږه اوچته ده خو د هرې تیارې وروسته رڼا راځي. تاسو او ستاسو غلامانو ته خو افغان ځواکونو هر وخت غاښ ماتونکی جواب درکړی، په حقیقت کې خو تاسو پنجابیانو ته افغان پوځ هم ماتې درکړې او هم یې په ګونډو کړي یاست،ځکه چې د طالبانو په لیکو کې خو ستاسو تور پوځ جنګیږي. تاسو خو شرم نه لرئ. زمونږ نیکونو درته لنګونه اغوستي او که خدای کول ډير زر به ستاسو تور مخونه نړیوالو ته معلوم شي او بیا به افغانان او نړیوال په شریکه ستاسونه دا لنګونه هم اوباسي.
دينه به دا شه وى چى
سوله وکى داچى
طالبان هرسه غواړى
ورکړل شى
که داخبری لکه څنګه چی تاند راخستی داسی وی نو بیا خو دپاکستان دبهرنیو چارو ورارت مرستیال دخپلی دندی په خواکی د طالبانو دویاند په توګه دنده هم پرمخ بیایی زما په خبال زبیح الله مجاهد په چټی تلی و او دغه دنده یی دی ته سپارلی وه ؟!