تاند- پاکستان ادعا کوي خپل هغه مامور او چارواکی یې نیولی دی چې د طالبانو وژل شوي مشر او د هغه د کورنۍ غړیو ته یې پاکستاني اسناد ورکړي وو.

منصور تېره اوونۍ (د مې ۲۱مه) د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په داسي حال کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو چې په یوه کرولا موټر کې یې سفر کاوه. پاکستاني رسنۍ وايي چې نوموړی له ایران څخه د طالبانو د مشرتابه شورا مرکز کوټې ته روان و.

د ده د سپرلۍ په ویجاړ شوي موټر کې د ولي محمد په نوم پاسپورټ او شناختي کارد موندل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین  وویل چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یو مامور، چې عزیز احمد نومېږي، پرون (شنبه) ونیول شو.

په دې تړاو دوهم نیول شوی مامور رفعت اقبال نومېږي چې د پاکستان د ملي دیتابېس د ادارې مسوول دی چې کمپیوټري سیستم ته د پاکستاني اتباعو د معلوماتو رسولو او د الیکترونیکي اسنادو د صادولو چارې پرمخ بیايي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی سرفراز حسین په وینا اقبال منصور، د نوموړي دوهمې ښځې او ماشومانو ته د پاکستاني پاسپورت د صادرولو په خاطر پرون په کراچۍ ښار کې ونیول شو.

ده وویل چې اقبال د طالبانو مشر ته د پاکستاني اسنادو په برابرولو کې مرسته کړې وه.

One thought on “پاکستان وايي، منصور ته د پاسپورت ورکولو په تور یې ۲ تنه نیولي”
  1. دې ته تجاهل عارفانه وایي. ترڅو چې کارترې اخیستل کیده ، هیڅ خبره نه وه، ملا منصور یو عادی شخص نه وو ، هغه د طالبانو د تحریک مشروو، چې افغانستان او امریکا او د ناتو غړو هیوادونو غوښت. آیا د پاکستان دولت دومره بې پروا دی ، چې د دومره مشهور شخص له اسنادو ، کورنۍ ، سفر ، د اوسیدو او کار له ځایه او د هغوي د « کوټې شورا » او نورو نه بې خبره دی. پنځه شپږ تنه بې ګناه افغانان خو ډیر ژر د جاسوسی په تور نیول کیدای شی او د بلوچستان ګورنر هم بیا د پنجاب ببولالې تکراروی خو د د ملا منصور له کار او فعالیت نه بی خبره دی.
    دوی فکر کاوو چې ملا منصور به له اسنادو سره وسوځوی ، خو د چا خبره د یتیم په ورانو شیدو کې خیر وی. که ملا مړ او وسوځیده ، پاسپورت او د هویت کارت یی د افغانانو او نړیوالو د داعیې د ثبوت لپاره سلامت پاته شول.
    پاکستان اوس « ټر په پر پټوی ». یا پۍ از ګوزدن چارزانو د دوی درد نه دوا کوی. ښه به دا وې چې کرار کینې او خپل درد په کراره وخوري.
    پاکستان به هم وايي چې « لږ پاته وو چې رسوا شو» . خیر مړی چې خدای شرموي په تخته یی مرداری ځي . پاکستان ته وایو چې پکه له بن لادن ، ملا عمر … وروسته داد لا بل سپکه .
    خدای د همداسې رسوا لره .

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *