تاند- په سلګونو افغانان په تورخم کې له تېرو دوو ورځو پاکستان ته د تګ لپاه انتظار دي خو پاکستاني چارواکي د ورتګ اجازه نه ورکوي.

پاکستاني چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل، نور خپلې خاورې ته بې وېزې افغانان نه پرېږدي.

په تورخم کې پاکستاني تحصیلدار شکیل عمرزي د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې ته وویل چې په پوله کې سخت کنټرول وروسته له هغې نرم شو چې د افغانستان له سرحدي چارواکو سره یې پر موضوع د خبرو لپاره غونډه وکړه.

عمرزي د پاکستان د ملېشه ځواک د قوماندان ډګروال طارق حفیظ په قول وویل چې افغانان د دوی وروڼه دي او پاکستان به د ضرورت په وخت ورسره مرسته وکړي.

ده همداراز وویل چې د افغان سرحدي چارواکو پلاوی له تورخمه ورواوښت چې له پاکستاني لوري سره د همکارۍ په باب خبرې وکړي. عمرزی وايي، دواړو خواوو ومنله چې باید د غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

افغان پلاوي، چې کمیشنر قسیم، ډګروال نثار او جګړن سید امین پکې شامل وو، له پاکستاني لوري وغوښتل چې خپله پوله د ناروغانو، سوداګرو او هغو کسانو پرمخ پرانیزي چې تل پاکستان ته د خپلو کورنیو د غړیو د لیدلو لپاره تګ راتګ کوي.

د پاکستان د ملېشه ځواک قوماندان طارق حفیظ  افغان پلاوي ته وویل چې د اپریل تر ۳۰ مې پوري به افغانانو ته د ورتګ اجازه ورکړي خو له دې نېټې وروسته به هیڅوک پرېنږدي چې بې وېزې او اسنادو پاکستان ته سفر وکړي.

راپورونه وايي چې په تورخم کې شاوخوا ۶ زره تنه انتظار دي چې د پاکستان خوا ته واوړي.

د افغان او پاکستاني پلاوو له خبرو وروسته یو شمېر کسان پرېښودل شول چې له تورخمه واوړي خو اکثره لا هم منتظر دي.

پاکستان دا اقدام وروسته له دې وکړ چې د خیبر ایجنسۍ د تورخم په شاوخوا کې یې د سلګونو افغانانو کورونه ونړول او نور یې له دې سیمې وایستل.

له بلې خوا د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون /چهارشنبه/ په خیبر ایجنسۍ کې ۲۴ افغانان ونیول او ویې ویل چې دغه کسان په پاکستان کې راجستر شوي نه ول.

4 thoughts on “پاکستان وايي، نوربه افغانان بې وېزې خپلې خاورې ته پرېنږدي”
  1. یا پروردګاره عظیمه
    د پا کستان حال له مونږ افغا نانو بد تر کړه یا الله د افغا نانو د زړه له حاله یی خبر کړه

    امین امین امین یا رب العالمین

  2. ګرانو افغانانو ورړنو نور په بدعا او شیرا باندی سه نه جوړیزی که غواړی چی پاکستان واران سی دخپل امیتی زواکونو سره د اردوی ملی ،امنیتی ملیی ، او پولییس ملی ،او کوماندو یا کتی خاص کی ودریزی چی انتقام زنی واخلی زموز پلورو هو نیکو هو هیسکله زاری نه کولی موز هو هغه افغانانو و چی نړی زموز دنامه او غیرت سخه ویریدل اوس مو په رګو سه اوبه ګډی سوی چی زاری او خواست یا بدعا کوه اسماعیل صاحب زاده دکندهار ولایت سخه

  3. سه ضرورت لری افغانانو که مریضان یاست دوست هیواد هندوستان ته ولاړ سی عزت به مو خوندی وی نه دال ستان ته چی ویره در سره وی

ځواب ورکول احمدشاه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *