تاند- پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر ضد د اقدام کولو په باب د افغانستان غوښتنه رد کړه، ویې ویل چې باید د افغانستان شخړه د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دا غوښتنه رد کړه چې پاکستان دې افغان طالبان په خپله خاوره کې په پوځي اقدام وځپي.

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې پاکستان په څلور اړخیزو مذاکراتو کې ژمنه وکړه چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که حاضر نه شول د هغوی پر خلاف به په خپله خاوره کې اقدام وکړي. طالبانو نه یوازې د سولې په خبرو کې ګډون په زغرده رد کړ، بلکې پسرلني عملیات یې اعلان او د هیواد د نورو سیمو ترڅنګ یې په کابل کې په یوه خونړۍ حمله کې تر ۶۰ زیات ملکیان او پوځیان ووژل او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل کړل.

سرتاج عزیز پر پاکستان د افغانستان غوسه د افغانان مشرانو د نهیلۍ له کبله وبلله، ویې ویل افغان مشرانو تمه لرله چې د پخلاینې بهیر به سمدستي پیلېږي او تاوتریخوالی به کمېږي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار په دې خواشیني څرګنده کړه چې طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل او د سولې خبرې هم پیل نه شوې.

سرتاج عزیز پخوا ویلي و چې که طالبان خبرو ته حاضر نه شول، پاکستان لږترلږه د دې ډلې مشران او کورنۍ له خپلې خاورې ایستلی شي. خو اوس چې طالبانو د سولې له خبرو انکار کړی دی، پاکستان د دې ډلې خلاف هیڅ اقدام نه کوي.

سرتاج عزیز په عین حال کې نن اعتراف وکړ چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو په جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

ده وویل:«طالبان نه دي توانېدلي چې د پام وړ پرمختګ وکړي یا کومه سیمه ونیسي.»

له کله چې طالبانو عمري عملیات پیل کړي په سلګونو غړي یې د دولتی ځواکونو په ځوابی یا تهاجمي حملو کې په تېره بیا په کندوز، هلمند او کندهار- اروزګان کې وژل شوي دي.

په کندوز کې یې د ارچي په شان ولسوالي، چې له تېرو ۴ کلونو راهیسي یې په کنټرول کې وه، له لاسه ووتله.

سرتاج عزیز هم د طالبانو ماتو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې دا ډول شاتګونه کېدای شي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ده په عین حال کې وویل چې پاکستان لا هغه پړاو ته نه دی رسېدلی چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي ځکه چې پاکستاني چارواکي دا کار تر وار مخکې بولي خو افغانستان پر پاکستان فشار راوړي چې د طالبانو پر ضد ژر اقدام وکړي.

ښاغلي عزیز په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې د امریکا حملې ته په اشارې وویل، اسلام اباد کابل ته وايي چې له پوځي اقدامه له ۲۰۰۱ څخه کار اخیستل کېږي خو د افغانستان شخړه یې پای ته نه ده رسولې.

عزیز روانه اوونۍ له چینايي چارواکو سره په خبرو کې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د سولې بهیر بیا پیل کړي خو د افغانستان له ساړه غبرګون سره مخامخ شو.

ده نن وویل چې اسلام اباد به له واشنګټن او بیجنګ سره د افغانستان د سولې بهیر ته دوام ورکړي.

5 thoughts on “پاکستان وايي، په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر ضد اقدام نه کوي”
  1. وایی چی د یتیم په ورانو شیدو کې خیر وي. که ټالیبانو « ملا غمبری » عملیات پیل کړل ، په مقابل کې د افغانستان قهرمان پوځ یی ټول پلانونه شنډ کړل او ټول یی چټلستان ته مړه ، ټپی او یا تښتیدلی ور ولیږل. اوس د ټالیبانو زور هم معلوم شو. که فرضا له دوی سره د مذاکراتو دروازی بندی هم شی ګټه به یی ټالیبانو او منافقانو ته ونه رسیږی برعکس د افغانستان خلک به بریالی وی او له دی مزدوری ، پردی پالی ډلی نه به بیغمه شی. د افغانستان د ولس د ملی یوالی په هیله.

  2. امممم که چیرې هغه تمرکز چې د پاکستان په رول شوی، په خپلو وړتیاوو د پیاوړي کولو او وسله والو مخالفینو په ځپلو شوی وای، په ډاډ سره به یې اغیر تر هر څه زیات وای. دولت باید خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي، نیمګړتیاوو او تشو ته پام وکړي، ستونزه حل ده.

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *