تاند- پاکستان وايي، په کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون د حمله کوونکو او د پاکستان په خاوره کې د لارښوونکو ترمنځ د ټېلفوني تماس هیڅ تخنیکي څرک ورته ونه لګېد.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته ټېلفون وکړ او درې ټېلفوني شمېرې یې ورکړې، ویې ویل چې د کابل د امریکايي پوهنتون د حملې په مهال د حمله کوونکو تروریستانو او په پاکستان کې د هغو د مشرانو ترمنځ ارتباط روان و.

پرون د پاکستان پوځ وویل چې د افغانستان د حکومت له غوښتنې سره سم یې عملیات وکړل خو د عملیاتو د څرنګوالي په اړه یې څه ونه ویل.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد لوی درستیز د افغانستان حکومت ته ویلي چې داسي تخنیکي نښې نښانې نه دي ورسپارل شوي چې پر اساس یې معلومه کړي چې له حمله کوونکو ترهګرو سره د پاکستان له خاورې څخه تماس نیول شوی و.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راخیل شریف ویلي چې د کابل په حملې کې د پاکستان مېشتو سختدریځو د رول په اړه په تحقیقاتو کې هرراز همکاري ته تیار دی، خو دا کار هغه وخت کېدای شي چې افغانستان نور معلومات ورسره شریک کړي.

د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان له لوري د درو موبایل ټېلفون شمېرو له ترلاسه کولو وروسته یې په چمن کې پلټنې وکړې خو څوک یې ونه موندل.

د پاکستان پوځ وايي، د عملیاتو د نتیجې په اړه یې افغان چارواکو ته معلومات ورکړي او د موباېل شمېرو په اړه نورې څېړنې روانې دي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون د تروریستانو د ړندې حملې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.

تراوسه پوري هیڅ تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.

3 thoughts on “پاکستان وايي، په خپله خاوره کې یې د کابل د حملې ترهګر ونه موندل”
  1. هی لعنتی پاکستانه.
    زه قسم خورم چي هغو کسانو ته به مو جایزی هم ورکړی وی چې په کابل کې یې په امریکايي پوهنتون حمله وکړه
    افغانستان ته وایایست چي څرک ونه لګید

    افغانستان حکومت باید قوی استخباراتي ډلي او ګروپونه جوړ او په پاکستان کې خپل هدفی علمیات رهبري کړي

  2. دا هیڅ امکان نه لری چې د پاکستان نظامی چارواکی د خپلې بربنډې مداخلې په باب اعتراف وکړی. ښه به داوي چې ټول لازم معلومات راټول او له خپلو متحدینو ، نړیوالو دوستانو ، اسلامی کنفرانس سازمان، د ملګرو ملتونو له سازمان سره داسې بیشرمانه مداخلی مطرح شی او د هغوی له لاری پاکستان مجبور کړل شی ترڅو د تروریستانو ځالی په خپله خاوره کې ورانی او یا د نړیوالو تر سیاسی او اقتصادی فشار لاندی ونیول شی .

  3. پاکستان بن لادن او ملامنور چیرې وموندل چې یوبې والدینه ترهګرومومې۰ لکه ګیدر چې په لکې امروکړي، چې دغه کار وکړه۰

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *