تاند- د پاکستان حکومت وايي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې یې ۴۶۳۴ مشکوک او ۴۶۹۵ ناراجستر شوي افغانان نیولي او د افغانانو د نیولو لپاره یې تر ۱۳۸ زیاتې چاپې اچولي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته د افغانانو پر خلاف اقدامات تېز کړل، په زرګونو یې ونیول او په لسګونو زره نور یې اړ ایستل چې افغانستان ته راواوړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانانو پر ضد سختي تر یوه حده لږه شوې وه خو داسي ښکاري چې یو ځل بیا د افغان مهاجرو ځورول پیل شوي وي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي، د جنورۍ له لومړۍ څخه د مې تر پنځمې پوري په پېښور کې ۱۷۵ ملا امامان د پاکستان له خاورې شړل شوي، ۴۲ د کرکې د خپرولو په خاطر نیول شوي او ۲۳۸ نور د جومات له لوډسپېکر څخه د سواستفادې په خاطر له جوماتو راټول کړای شوي دي.

ورځپاڼه وايي دا عملیات چې (NAP) نومېږي په ټول پاکستان کې روان دي خو د پېښور عملیات تر نورو ځایونو سخت او جدي دي ځکه چې په لړ کې یې ډېر مشکوک کسان نیول شوي دي.

ویل شوي چې د افغانانو پر ضد دا ډول عملیات په وروستیو څو ورځو کې د پېښور په صدر، حیات اباد، نوتیه او د ښار په لمنو کې شوي دي.

2 thoughts on “پاکستان وايي، په پېښور کې یې نژدې ۱۰ زره افغانان نیولي دي”
  1. لږ شرم د وکړي افغانان د خپل هیواد ته بیرته راشي د بی عزتی او بی غرتۍ ژوند په پاکستان کې تیروي، ځینې خو تر دې حده بی غیرته او بی حثتیه دي چې پیسې دلته په افغانستان کې ګټي او بیا یی هلته پاکستان کې مصرفوي ځکه چې فامیل یې لا هلته دۍ (قوټ قوټ دې دلته او هګۍ د هلته) او لا ددې دپاسه بې آبرو او بې عزته کیږي هم… او دا ځینې لا بی ځایه دلیل وایی چې دلته امکانات نشته، ولې بی غیرتو هیر مو شول چې کله په جنګونو کې پاکستان ته مهاجر کیدلو نو هلته امکانات ول ؟ شپې او ورځې مو په خیمو او کمپونو کې تیرې نکړۍ ؟ خو انسان د وخت په تیریدو ځان ته امکانات جوړوي او عادت کیږي… او بل دا چې د همدغو افغانانو په لاس یې افغانستان بې ثباته کړۍ او وینه یې تویږي د هر افغان که دا تبصره مو لوستلې وي او لږ هم غیرت لرۍ نو خپل فامیل راولۍ او خپل وطن کې اوسیږۍ او که نه نو بیا انتظار وکړۍ چې کله به تاسې بې آبرو کوي دا پاکستاني پولیس او ملایان

  2. ګهیځ وروره ریشتیا د ویلی که ریشتیا ځان له افغان وای نو رادشی خپل وطن ته او کنه بیا د ځان ورته ټینګ کړی

ځواب ورکول Shir khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *