تاند- په افغانستان کې د پاکستان سفیر وايي، که هند د کشمیر د وروستۍ حملې په خاطر له پاکستانه د غچ اخیستلو هڅه وکړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې لپاره پیل شوې خبرې به اغېزمنې شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د پنجشنبې په ورځ په هندي کشمیر کې د یوې پاکستان مېشتې تروریستي ډلې له لوري په حمله کې ۴۰ هندي پولیس او ملېشه ځواکونه ووژل شول او په نتیحه کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا اوج ته ورسېده.

پاکستان مېشتې جېش محمد سختدریځې ډلې د کشمیر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو ترمنځ د سولې خبرې، چې ټاکل شوې وه پرون په اسلام اباد کې شوي وای، د افغانستان د اعتراض له کبله ونه شوې خو اوس په پام کې ده چې د فبرورۍ په ۲۵ په دوحه کې دواړه خواوې بل پړاو خبرې پیل کړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، که هند د حملې د غچ اخیستلو لپاره اقدام وکړي د افغانستان د سولې خبرې به له ستونزو سره مخامخ شي. ده ونه ویل چې ولې باید د افغانستان مسله د هند او پاکستان له اړیکو سره وتړل شي.

پاکستان له کلونو راهیسې له امریکا غواړي چې که د کشمیر په مسله کې پر هند فشار راوړي حاضر دی چې په افغانستان کې امتیاز ورکړي.

9 thoughts on “پاکستان وايي، که هند د غچ اخیستو هڅه وکړي د افغانستان د سولې خبرې به زیانمنې شي”
  1. زمونږ د سولې خبرې دې وروسته شي خو چې هند کې دومره غیرت پيدا شي او ستاسو نه غچ واخلي. دا څوم ځل دی چې د ترهګر په نوم ای اس ای په هندوانو حملې کوي مګر هندوانو کې غیرت پيدا نشو چې غچ واخلي.

  2. “تاند- په افغانستان کې د پاکستان سفیر وايي، که هند د کشمیر د وروستۍ حملې په خاطر له پاکستانه د غچ اخیستلو هڅه وکړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې لپاره پیل شوې خبرې به اغېزمنې شي.”

    Nothing new here:

    As usual, the smaller of the two cousins seeking remedy for severe pain in the a.. – existence of one destabilize the other – in Afghanistan.

  3. د دې خبر په لوستلو او اوریدلو باید د طالبانو مشرانو یوه یوه کپه زهر خوړلي وای چې د خرو په څېر پرې مردار شوي وای ځکه چې د سفیر له خبرو معلومیږي چې دوی طالبانو د خرو په څېر استعمالوي.

  4. هند حق لری چی غچ واخلی پداسی ډول او کیفیت چی بیا آی-اس-آی ونشی کولی په ګاونډیو تیری وکړی او د سم درس عبرت ضرورت ډیر اهم او ضروری دی او دا درس عبرت باید هند ورکړی ورنه دا خر شاخدار به همدی خرتوب ته دوام ورکوی او تولید شر صنعت به نور هم وده وکړی“

  5. INDIA MUST SEND ALL FORCE FROM NORTH TO SOUTH ON BORDER OF PAKISTAN AND START ATTACK ON PAKISTAN.
    – IN SAME TIME PASHTOOOOOONS/BALOOOCH AND SENDY BROTHERS START ATTACK ALSO ON PUNJABI TERRORISM.
    I HOPE PASHTOONS DO ACT/INSHALLAH THIS TIME WE WILL GET FREE PASHTOONISTAN/ GOLDEN CHANCE FOR PASHTOONS

    THANK YOU

  6. که چيري هند پر پاکستان برېد وکړي ، نو سوله پخپله اوتومات په افغانستان کي راځي ، خو که هند دومره غیرت وکړ او ددې داروالشر والفساد څخه موږ او خپل ځان خلاص کړ، بيا به انشا الله په ټوله اسيا کي امن او پر مختګ وي .

  7. یو وارې سپینه خولګۍ راکړه— بیا دې دادا ته چاړه ورکړه چې راځینه
    پاکستانه تا دې خدای د هندو په بمو وران کړي بیا ستونځه نه شته

  8. یو وارې سپینه خولګۍ راکړه— بیا دې دادا ته چاړه ورکړه چې راځینه
    پاکستانه تا دې خدای د هندو په بمو وران کړي بیا ستونځه نه شته

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *