تاند- پاکستان ادعا کوي چې په پېښور کې یې پرون /چهارشنبه/ ۳ افغانان د افغانستان استخباراتي ادارې /ملي امنیت/ ته د جاوسۍ په تور نیولي دي.

ویل شوي چې افغان جاسوسانو هڅه کوله چې په پېښور کې د طالبانو مشران تعقیب کړي.

پاکستان تر دې پخوا څو ځلي په کوټه کې افغانان د افغانستان ملي امنیت ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د پاکستان رسنیو د نیول شویو افغانانو نومونه عتیق الله او عبدالصبور ښودلي او ویلي یې دي چې له نوموړو سره یوه اندازه چاودېدونکي مواد، لاسي بم او یوه اندازه وسلې موندل شوي دي.

له دې جلا پاکستاني رسنیو همداراز ویلي چې اسلام اباد ته نژدې د باراکو په سیمه کې یو افغان جاسوس نیول شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، امنیتي چارواکو دغه افغان له نیولو وروسته ناڅرګند ځای ته بېولی دی.

پاکستان په وروستیو ۶ میاشتو کې په ځلونو د افغانستان د ملي امنیت د عواملو د نیولو ادعاوې کړي خو وروسته یې د نیول شویو کسانو د برخلیک یا احتمالي اعترافاتو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

اکثره دا ډول اعلانونه هغه مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تازه ستونزه پېښه شي.

پاکستان نه یوازې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د ملاتړ له لارې بلکې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پوستو د جوړولو، د دروازو د درولو، د افغانستان لور ته د درنو وسلو د ګولیو د ویشتلو، او د افغان مهاجرو د ځورولو او نیونو له لارې پر افغانستان فشار راوړي.

One thought on “پاکستان وايي، ۳ افغانان یې د جاسوسۍ په تور نیولي”
  1. پاکستان وویل او زموږ دولت دومره کمزورۍ دۍ ورسره ویې مني او د هغو افغانانو د راتلونکي په اړه ان د پاکستان څخه پوښتنه هم نه کوي، زما ملګری چي نه دولت کي کار کوي او نه هم کوم بل تجارت کوي بیچاره عادي سړۍ دی خو په دې تور یې نیولی دی چي د افغان دولت کي کار کوې په داسي حال کي چي هغه پر رسمي پاسپورټ او ویزه پاکستان ته د اکا جنازې لپاره تللۍ و او اوس یې نه افغان دولت کيسه کي دۍ او نه هم پاکستان سر خلاصوي.

ځواب ورکول نصرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *