پاکستاني او امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرو ته د طالبانو په تیارولو کې د پاکستان پوځ مرکزي او اصلي رول لوبولی.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ دا رول له هغه تصور سره متفاوت بللی چې د پاکستان د پوځ په اړه تراوسه موجود و. د دې اژانس په وینا تراوسه پوري په واشنګټن کې د پاکستان پوځ ته په سیمه کې د سولې د تخریبوونکي ثوت په سترګه کتل کېدل.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو استازي په راتلونکو څو ورځو کې په دوحه کې وویني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان په جګړه کې د ګاونډي پاکستان رول مبهم دی، دا هیواد له یوې خوا د امریکا متحد دی خو له بلې خوا په افغانستان کې پر طالبانود نیابتي جګړې د پرمخ بېولو لپاره د دې ډلې د ملاتړ اوږده سابقه لري. د دې جګړې یو هدف له خپل سیمه ییز دښمن هند سره سیالي بلل کېږي.

لوېدیځ چارواکي باور لري چې پاکستان ښايي اوس له ځان سره دا حساب کړی وي چې ګټې یې په دې کې لا ښه خوندي کېدای شي چې د سولې منځګړي شي ځکه چې په نتیجه کې به یې په کابل کې یو داسي دوست حکومت رامنځته شي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو ترڅنګ پاکستان ته د ګډوډیو د خپرېدو مخه نیولی شي.

رویټرز وايي څو تنو پوځي او ملکي چارواکو ورته وویل چې پاکستان د طالبانو قومندانان وهڅول چې له امریکایانو او افغانانو سره خبرې وکړي او همداراز یې هڅه وکړه چې دوی قانع کړي چې د خبرو پیلول یې په ګټه دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان یوه پوځي چارواکي ورته وویل: «زموږ له هڅو پرته ناممکنه وه چې طالبان دې حاضر شوي وای. طالبانو ته مو قناعت ورکړ چې د افغانستان ګټې په دې کې دي. همداراز مو نورې خواوې راضي کړې دا هغه څه دي چې د طالبانو په ذهن کې ګرځي.»

دغه پاکستاني پوځي چارواکي نه غوښتل چې نوم یې خپور شي.

د پاکستان د پوځ یوه پخواني چارواکي وویل چې د اپریل په میاشت کې په بروکسل کې د افغانستان د ولسمشر، د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غونډې د دوحې د خبرو د پرېکړې لپاره اساسي رول درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دغه هیواد په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د حکومت له استازو سره د طالبانو د مشرانو د پټو خبرو د لارې له اوارولو سره مرسته وکړه.

رویټرز وايي چې پاکستاني چارواکي په خصوصي خبرو کې مني چې د افغان طالبانو ملاتړ د دوی لپاره هم د سر او هم مال په لوی قیمت تمام شوی دی. پاکستاني پوځیان اوس په خپله خاوره کې له طالبانو سره جنګېږي.

14 thoughts on “پاکستان وايي د دوی پوځ طالبان خبرو ته تیار کړل”
  1. یره زه خو سخت شرمیږم چې دغه ډول خبرې لولم. دا خو لا د پټي سر دی پټی وروسته سورور دی. څوکاله وړاندې چارلونډې بې نظیر بوټو په سعودي کې یوې غونډې ته وویل چې شوروي اتحاد مونږ مات کړی دی او که مونږ نه وو دا کار هیچا هم نشو کولی، همدا خبره به سبا بیا هم کوي چې د خپلو وظیفه خورو چڼو په لاس یې د افغانستان له پاره د نړیوالې ټولنې پرمختیایي هڅې څنګه شنډې کړې.

  2. دا حمارتیان که دا سوچ کوی چی پر افغان به حکومت اوکی دا خوب دی اوبو ته تیر کری.

  3. په دوی کی هیس شرم نشته اوباما بیرغ پی اوچت کی او بیرته یی کوز هم کرو د اوباما په امر!!

  4. د افغان ولس له حمارتیانو شه خاطره نلری زکه دوی یو زل زان ملت ته شودلی دی او بیا؟ دیره گرانه ده!

  5. ښه به دا وی چی د خپلو ملی ګټو لپاره له هرډول بانو او مانو نه تیر شو . د خپل ملی دری رنګه تور او سور اوشین بیرغ لاندی سره را ټول او یوه معقوله لار د سولی او ثبات د ټینګښت لپاره ولټوو. په حمارتیانو او ګدوګانو څوک خپل هدف ته نشی رسیدلای.

  6. طالب کې فکر او سوچ له کومه شو. هغوی ته چې پنجابیان څه وايي هغه به کوي

  7. الحمدلله چی اوس ټول افغانان په دی پوهه شوی دی چی افغانی طالبان د څه لپاره جنګیږی (د نبی کریم صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی چی مومن د مار د سوړی نه یو ځل چیچل کیږی نه په بار بار) اوس راځو د طالبان ایمان ته چی یا په ریښتیا هم دوی ایمان لری وا مومنان دی ؟ په تیرو لس دولسو کلو پاکستان طالبانو ته څومره ضربی ورکړی ؟ څوک چی مومن وی او ایمان ولری نوهغه په بار بار د یو منافق له لاسه دوکه کیدای شی ؟ که
    مومن وی خو نه او که مومن نه وی نو امکان لری دلته خو د افغانی طالبانو نه ایمان نفی شو ځکه چی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم کلمات هیڅکله هم دروغ کیدای نه شی .
    د پاکستان حکومت یو تاغوت دی او د کفارو ایجنټ چی د مسلمانانو د ختمولی لپاره همدغو کفارو منځ ته راوړی دی چی دوی تراوسه دا حکومت ونه پیژانده نو د دوی په ایمان چی کوم شکونه کیدل اوس په یقین بدل شول

  8. د پاکستان حکومت او پوځ هم د شرم پرتوګ بلکل د ځانه ایستلی دی کله وايي چې دوی طالبانو سره هیڅ هم نه لري کله بیا وايي چې مونږ خبرو ته وهڅول او هرځلې چې د خبرو اترو مسله رامنځ ته شي نو دوی پکې ګوتې وهي اووووووو افغانانو بس دی د الله روی ا وقرآن کریم چې زمونږ او ستاسې رهنما دي وګوري او دې کورنې جګړې ته د پای ټکی کیږدئ تر کله به مو دا وطن همداسې وران ویجاړ پروت وي او د پریدو بردګان به یو بس کړئ بس کړئ مرګ راتلونکی دی واه ګور تنها ګور هر یو به خپل خپل ځواب ورکوئ د پردیو غلامي پریږدئ

  9. دابه ډیر د شرم ځای وی چه سبایی سپین بیرق دی کلمی سره سره په راګوز کړی هغه هم د امریکایانو په امر سره! طالبان کله شرم لری، که یی شرم درلودای نو دغه مطلب به یی رد کړی وای. دا ومنی چه دا ټول چه په قطر کی راټول شوی دی دا ټول د آی، اس ، آی بچیان دی چه هم ملت تیر وباسی او هم نړی. که دوی په سیاست پوهیدای نو ولی به په حالت ټول خلک ګرفتاره کیدل. دوی به يه سر کی بن لادی امریکی سپارلی وای. همدا دوی وو چه سبب د دی شول چه وطن مو د خارجیانو تر پښو لاندی شی. الله دی ته هدایت وکړی

  10. دا تاسو په شرابو مستو چی د یهودو او نصارا او هندوانو نه دفاع او د هغوی غلامان یی، که بالفرض پاکستان مونگ ته غلام په سترگه وگوری هم… مونگ د یو ملک غلام شو او تاسو د یهودو نصاراو هندوانو بودایانو بهایانو شیعگانو غلامان یی… اوه د سلویشتو ملکونو غلامانو!

  11. یوه پاکستانی ډاکتر ته ورغلم چه تداوی می وشي. ومی لیده چه هغه پښتون دی، نو د اردو په ځای می ورسره په پښتو خبری شروع کړی. پس له ډیرو خبرو یی راته وویل چه وچه ډوډی کمه خوری یا زیاته؟ ما په ځواب کی ور وویل چه ډاکتر صاحب: ته خو پوهیږی چه مونږ پښتانه یو او پښتانه خورا ډیره وچه ډوډی خوری. ډاکتر ببرخان ځواب راکړ، البته ډیر په آرامه لهجه ویی ویل: پښتانه ټول خره دی. زه لږ شانی په غضب سوم، ورته می وویل چه ډاکترصاحب ته څه وایی؟ هغه راته وویل چه راسه وګوره زموږ قبایل او پیښور او مقایسه یی کړه له پنجاب سره. داټوله تکنالوژی چه په پاکستان کی وینی دا ټول د پنجابیانو له وجی دی. او پښتانه، پیږده چه یول بل سره ووژنی. دوی پیدا شوی د ټوپک په ډزو، لوی شوی وی د ټوپک په ډزو اوس وګوری چه څه کوی. دنیا په کوم حالت کی او پښتون قام چیرته روان دی. نور می هڅ څه ورته و نویل، خپله نسخه می تری واخسته او تری را ووتم

  12. da pakhtun tarikh rokhan dai laka lmar ……..yaw war ye walwalai bya ba de pakistani daktar khabare na mayusa kawi.

  13. یو خوا فاسد حکوکت، او بلی خواته بیغیرته طالبان. دا ټول دا په ډاګه کوی چه د ټولو ننګیالی یی حکمتیاردی. خو زه له ټولو نه بیزار یم ځکه چه دا ټول د پردیو غلامان شول او د ملییون نونو شهیدانو وینی یی هدر کړی

ځواب ورکول طالب جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *