تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ د کابل د پارک پلس مېلمستون حمله په کلکه وغندله، ویې ویل چې په دې تروریستي برید کې دوه پاکستانیان هم وژل شوي دي.

په دې برید کې ټولټال ۱۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۹ تنه بهرنیان دي. د بهرنیانو په منځ کې ۴ هندیان، یو امریکايي، یو ایټالیايي او بل بریتانیايي دی.

د پاکستان له لوري د خپلو دوو اتباعو د وژل کېدو په باب له څه ویلو مخکې د دوو بهرنیانو د ملیت او هویت په اړه معلومات نه ول.

پر پارک پلس مېلمستون په داسي حال کې برید وشو چې په دغه مېلمستون کې کنسرت روان و. په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د یوه کاناډايي په ویاړ غونډه جوړه شوې ده.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وايي چې پولیسو په مېلمستون کې ۵۴ تنه وژغورل.

په دې برید کې له درو ژغورل شویو هندیانو څخه یو د ډیلي سوداګر (ابهای سینګ) دی. دی وايي چې ۷ ساعته یې په ځان پسې د تشناب دروازه قلف کړې وه.

دغه ۳۱ کلن سوداګر له کابل څخه د ټېلفون له لارې هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:«زه په خپله خونه کې ناست وم چې د ډزو ږغ مې واورېد. څو شېبې کراري شوه خو ژر بیا ډزې پیل شوې. زه سمدستي تشناب ته لاړم، هر شېبه مې فکر کاوه چې ترهګر به د تشناب پر دروازې ډزې وکړې او دننه به راشي.»

دی وايي چې هره شېبه یې خپلې خونې او تشناب ته د ترهګرو د ننوتو فکر کاوه تر دې چې اعلان وشو چې مېلمستون پاک شو او د ده نوم هم اعلان شو چې بهر راووځي.

له بلې خوا ټایمز اف انډیا ورځباڼه وايي چې په کابل کې د هند سفیر امر سنها د حملې اصلي هدف و. د ورځپانې له مخې ښاغلي سینها په وروستیو شېبو کې پارک پلس مېلمستون ته د تګ پروګرام وځنډاوه.

د افغانستان د ولسمشر خاص استازي احمد ضیا مسعود وویل، احتمالاً د هند سفیر امر سینها د حمله کوونکو هدف و. نوموړي په وروستیو کې په دې مېلمستون کې په دوو مراسمو کې ګډون کړی و او د تېرې شپې د حملې طراح تمه لرله چې د افغان سندرغاړي الطاف حسین د کنسرت په مهال به د هند سفیر حاضر وي.

3 thoughts on “پاکستان وايي د کابل په تروریستي برید کې ۲ پاکستانیان هم وژل شوي”
  1. شاید همدا دوه پاکستانیان به وو چی نوموړی تروریستی عمل یی سازماندهی کړی، د خپلو دو پاکستانیانو د وژلو په مقابل کی له یوی خوا زمونږ باندینی میلمانه مړه کړل، زمونږ امنیتی ارګانونه یی وننګول، اقتصادی تاوان یی را ورساوه او زمونږ بین المللی حیثیت یی تاوانی کړ. له بلی خوا د دو « شریفانو » د راتګ نتیجه یی زمونږ دولت ته رسما وښودله. له هند نه یی هم یو څه انتقام واخیست.

  2. عالمونه غرقوینه ـ خلک مه غرقوه د خدای په قهر کـکړ شې د تور څټو سپیه ، پدې معتبره پاڼه دومره خرابې او فضول کنځلې هغه هم يو درانه افغان ته ثابتوی چې ته څوک ېې ؟ د تاند څخه په بخښنه

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *