تاند- د پاکستان سمندري ځواک وايي چې د بلوچستان په پسیني بندر کې یې د ۴سوه ملیارد ډالرو په ارزښت چرس نیولي دي.

پاکستاني رسنیو نن /جمعه/ وویل، د پاکستان د پوځ سمندري ځواک دا چرس د استخباراتي معلوماتو پر اساس کشف او ضبط کړل.

د دوی په وینا د دغو چرسو بیه ۴ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

د پاکستان پوځ نه دي ویلي چې دا چرس چیرې وړل کېدل خو ویلي یې دي چې د هغو وزن ۳ زره کیلو دی.

د پاکستان اې آر وای تلویزیون ویلي چې دا چرس د سیمې یوه هیواد ته په قاچاق وړل کېدل. تلویزیون د دغه هیواد نوم نه دی اخیستی.

د پاکستان له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې ویندوی ویلي چې دا چرس له افغانستان څخه پاکستان ته راوړل شوي وو او قاچاقبرو غوښتل چې د پسیني بندر له لارې یې بهر ته ولېږي.

د بلوچستان ایالت په دغه بندر کې څو تنه قاچاقبر نیول شوي خو څو نور په تېښته بریالي شوي دي.

One thought on “پاکستان وايي د ۴ ملیارد ډالرو چرس یې نیولي”
  1. اوس یې نوې ډاروې شروع کړې
    خپله د پاکستان جنرالان پر خپل ځمکو چرس و نور نشي مواد کري.
    د نړۍ د ځانه د پام اړلولو لپاره یې خپل چرس ونیول اؤ بیا به یې و نه سوزي بل که په ښه بیه به یې خرڅ کړي

ځواب ورکول Terry ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *