سرتاج عزیز

تاند- له ډېرو کلونو راهیسي پاکستان له دې انکار کاوه چې طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه نه ده ورکړې او که اسلام اباد څه په وس پوره وای نو د افغانستان د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره به یې نه و سپمولي.

د دې جګړې په وجه په افغانستان کې په لسګونو زره افغانان (حکومتي سرتېري، عام خلک او طالبان) ووژل شول.

خو اوس د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ناببره وویل چې اسلام اباد پر (افغان) طالبانو د پام وړ اغېز لري ځکه چې مشران یې په پاکستان کې اوسي.

ده وویل:«موږ په دوی کې د دې لپاره نفوذ لرو چې مشران یې په پاکستان کې دي او له دوی سره طبي مرستې کوو. د دوی د کورنیو غړي هم دلته اوسي. موږ له دې څخه په استفادې پر طالبانو فشار راوړی شو او ورته ویلی شو چې خبرو ته حاضر شئ. خو موږ د دوی پر ځای د افغانستان له حکومت سر ه خبرې نه شو کولی ځکه چې هغه څه ورته نه شو ورکولی چې د افغانستان حکومت یې ورکولی شي.»

سرتاج عزیز دا خبرې د واشنګټن د بهرنیو اړیکو شورا په څېړنیز انستیتیوت کې د مارچ په لومړۍ نېټه / سې شنبه/ وکړې.

ده دا هم وویل چې اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راووړ چې د ۲۰۱۵ م کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت له استازو سره په لومړنیو مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار همداراز وویل:«موږ باید د فشار له دغو وسیلو څخه په استفادې د دوی خوځښتونه محدود کړو، روغتونونو او نورو تسهیلاتو ته د دوی پر رسېدو محدودیت ولګوو او خبرداری ورکړو چې که خبرو ته نه حاضرېږي، موږ به تاسو لږترلږه له پاکستانه وباسو.»

سرتاج عزیز همداراز وویل:«موږ د طالبانو مشرانو ته ویلي چې تاسو ته مو ډېر وخت یعني ۳۵ کاله پناه درکړه، نور دا کار نه شو کولی ځکه چې درسته نړۍ موږ ستاسو په خاطر ملامتوي.»

خو د ډېرو افغانانو لپاره دا پوښتنه پیدا شوې چې ولي پاکستان اوس په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو پر حضور او له هغوی سره لږترلږه پر طبي مرستو اعتراف کوي.

ځیني کتونکي وايي، افغان طالبان په خپله هم دې نتیجې ته رسېدلي دي چې باید د افغانستان له حکومت سره د خبرو له لارې لانجه حل کړي.

د افغانستان حکومت هم هڅه کوي چې په ترکمنستان یا یوه بل درېمګړي هیواد کې له طالبانو سره خبرې وکړي څو د افغانستان له جګړې پاکستان ګټه وانخلي. پاکستان هڅه کوي چې په دې نوم چې طالبان د سولې خبرو ته حاضروي، له افغانستانه امتیازونه واخلي. خو که طالبان په خپله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړي او بیا هم پاکستان د منځګړي رول ولوبوي، اصلي ګټه به پاکستان کړې وي.

6 thoughts on “پاکستان ولي اوس په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو پر موجودیت اعتراف کوي”
  1. Pakistan is an assumption based ideological state that its legitimacy gain strength proportionally at the cost of dismembering multi-religion India. Such deep permanent Identity conflict between the two Indian cousins, force Pakistan to expand her ideological foundation northward. During the last few decades, Pakistan fronting primitive forces to subdue Afghanistan in order to serve as a ” strategic dept ” to balance short falls of Pakistan future battle with India that so far have lost every time.

    When east Pakistan became Bangladesh, all of a sudden the new nation was no longer a threat to the neighborhood. By now Pak should accept its inability to conquer Afghanistan and as such an easy way out will be to follow the lead from Bengalis as a harbinger of piece for the larger region.

  2. لنډه دا چې طالبان ، پاکستان ته د ډیورنډلاین ګټلو په وجه خپل ځانونه , خپل وروڼه او و وطن قربانوي

    1. داودجانه طالبانو دخپل حکومت په دور کې دا کار کولی شو خو نه یې کاوه حتی پدې مسئله کې دچا خبرو اوریدو ته هم تیار نه و. خو تاسې اوس ولې په غبرګو ړانده شوي یاست چې سوونه کیلومتره خاوره پاکستان لاندې کړه یو منظم وسلوال پوځ پولیس استخبارات او اربکیان مو موجود دي چې شمیر یې لکونو ته رسیږي، امریکا او ناټو مو ترشا ولاړه ده ، خو سپڼ هم نشي کولی . په ګوشته باندې داردو یو عسکر محمدقاسم شهید شو خو هماغه ګوشته دې بیغیرته حکومت پاکستاني مرتد پوځ ته ور پریښوده.همدا اوس هلته پاکستانی مرتد پوځ میشت دی لږ غیرت پکار دی راپورته شه کنه ورسره وجنګیږه کنه. طالبان دخپل هیواد او خلکو ساتندویان دي خو داچې تاسې دا خبرې کوئ ملامت نه یاست ځکه عناد لرئ داسلام ضد مفکوره لرئ او که غیرت لرئ نو نن یې ښه وخت دی امریکې مو هیواد اشغال کړیدی پاکستان درنه ورځ په ورځ خاوره لاندې کوي کومې ورځې ته ګورې ؟! راپورته شه کنه دطالبانو په څیر قرباني ورکړه خپل هیواد آزاد کړه دبل له غړوندي سر راوباسه کاش په حقیقت مو سترګې نه وای ړندې شوي.

  3. دا لا څه کوې
    د طالبانو د کویټی د کمیسیون یو غړي ته می وویل چي ګوره ستاسی جګړه د اسلام لپاره نه ده، تاسی ته د پاکستان د ای اس آی لخوا مرسته درکول کېږي او هغوی مو جنګوي. هغه څه را ته وویل:

    موږ پوهېږو چې ته د پاکستان آی اس آی مرسته راکوي او هغوی مو تر شا ولاړ دي. آی اس آی د اسلام قلعه ده او آی اس آی نه وي نو اسلام په خطر کي دي

    ددې خبرې په اورېدو سره مي څو شپې غوني زیږه ول چې ته اوس ددي غټ ملا منطق ته ګوره

    افسوس افسوس طالبانو
    د هیواد ۶۰۰ شا او خوا ښوونځي مو څو کاله بند وساتل
    په پښتو سیمو کې مي د هر راز پرمختګ مخه ډب کړه
    او په زرګونه بیګنا افغانان مو ووژل
    بیا هم وایاست چې ای اس آی د اسلام قلعه ده
    !!!!!۱

  4. طالبان نن ورځ په حېث د قربانۍ غوا ېا پسه خرڅلاوو ته را اوباسل شوېدې. او د غاړې راسۍ ېې پاکستان غواړې په لاس کې ونېسې. چې په مقابل کې به ېې دالر په واخلې. طالبانو ته پکار د چې د سولې په خبرو کې د پاکستان منځړېګرتوب له چوکاته اوباسې او ووېې چې پاکستان د افغان سولې په خبرو کې برخه اخلې مونږ اماده نه ېو چې اشتراک وکړو. په دې سره به د افغانستان د خلکو محبوبېت هم خپل کړې اوامرېکاېانو تواجو به هم ځان ته جلب کړې او خلک به په دې باوار شې چې طالبان د پاکستان غلامان بلکې خپل واکې خلک دې او هغه ناراضا طالبان چې له ملامنصور څخه بې زاره ول بېرته ور خپل شې. بېا د د سولې خبرې په ترکمنستان کې شروع او د افغان حکومت سره دې جنک بند اعلان کړې

  5. د پګواش په غونډه کې دطالبانو يوه غوښتنه داوه چې بهرني سرتيري دې له افغانستانه ووځي ، اوس داسې ښکاري چې په لنډ وخت کې به زرتنه نورعسکرد پوځي روزونکو په نوم افغانستان ته راشي

ځواب ورکول A.Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *