د لومړي پړاو ټاکنو له ټاکنیزو منډو تړرلو څخه را په دېخوا د پاکستان څارګره اداره او رسنۍ د افغانستان په ولسمشریزوټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه کمپیانونه کوي او دی په افغانستان کې د سولې اوټیکاو د ټینګولو لپاره غوره کس بولي حال دا چې دغه نوماند په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د حل یواځېنی لاره په فزیکي او مخامخ توګه مبارزه ګڼي د دې موضوع لا روڼتیا لپاره له تاسو څخه هیله کوم چې د آی اس آی متقاعد جنرال حمیدګل وروستۍ څرګندونې ولولی.
دا چې زمونږ د کړیدلي هېواد او ولس ستر دښمن خپلو شومو او مغرضو افکارو سره غواړي د پخوا په شان خپلې شومې سیاسي موخې جاري وساتي نو ځکه کله د خپلو چټلو رسنیو له لارې د افغانستان قوانینو پر خلاف او نړیوال منشور په مغایرت سره مخکې له مخکې یوه ځانګړي کس ته یو ډول کمپاین کوي، هڅه کوي په فزيکي او یا هم فکري توګه زمونږ د ولس عام ذهنونه ګډوډ کړي.
خو دغه د انګریز پاتې عناصر چې د ۳۶ کلونو څخه ره په دیخوا په بیلابیل ډول زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړېده د دوی دغه ناوړه عمل لا تر اوسه هم روان دی کله په توغندیو، کله په انتحار او کله په استخباراتي او فکري کړو وړو غواړي چې زمو په ټولنې کې اندیښنه واچوي خو دغو شیطان صفتو ته په ټیګار سره وایو چې اوس د عامه افغانانو سیاسي شعور ډیر لوړش وی دی.
بله داچې ولې په تېر کې د ایران هېواد ناولې رسنۍ لکه کیهان، رسالت او داسې نورې خامنه يي ورځپاڼو د یوه با شخصیته نوماند په هکله پوچې خبرې وکړې او له بل څخه په څرګنده بڼه ملاتړ کوي دوی دې په دې پوه شي چې زمونږ ولس په ټولو ښه او بدو، سپینو او تورو، رڼا او تیارو باندې ډیر ښه پوهیږي دا زمونږ خپله مسله ده نو ستاسو دوه شیطانو او رذیلو ته څه چې د افغانستان ویاړلي ولس عامه ذهنیتونه په خپلو سپکو او بې بنسټه خبرو ګډوډوئ؟
د پاکستان له لوري د ځانګړي نوماند ملاتړ او هغه ته کمپاین هماغه د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر خبره ده چې ویلي ول چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د خپلو سټراټیژیکو موخو لپاره چې ګنې غیر پښتون وي ترڅو د ډیورند کرښه ورسره په رسمیټ وپېژني او د افغانستان راتلونکي دولت اړیکې هند سره هم سمې نه وسي خو مونږ د افغانستان ولس پر پاکستان او ایران غږ کوو چې د شهید ډاکټر صاحب عبدالله لغماني په خبره تاسو به دا خوبونه له ځانه سره ګور ته ویسئ، د ډیورند کرښه او د هلمند سیندونه د افغانستان د خلکو حق دی نو مونږ به د خپل د سر په وینه د خپلو حقونو څخه په هر وخت کې دفاع کوو او هیچ چا ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ په حقوقو باندې خپل سیاست تود وساتي.
په دې خاورې کې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه بچیان پراته دي، دلته زمریان پراته دي چې د نړی د نیواک ګرو له هیڅ راز وسلې او وسیلې څخه ویره نلري، دلته داسې کسان پراته دي چې د نړې سترو نېواک ګران ورته په ګونډو شوي دي.
مونږ به اوس د خپلې رایې له لارې هغه څوک د افغانستان مشرۍ ته وټاکو چې هغه زمونږ د کړیدلي هېواد او ځوریدلي ولس په ټپونو باندې ملهم کیږدي، داسې کس ته رایه ورکو چې هغه د زمونږ ستر دښمن پاکستان او ایران د هیڅ راز شوم سیاست تر اغیز لاندې نوي، ولس داسې کس غواړي چې هغه د پوهې اوعلمیت شخصیت وي او د سوکاله افغانستان لپاره جامې تګلاره او پروګرامونه ولري نه د پاکستان، ایرن او نورو هېوادونو د څارګرو ادارو ګوډاګی.
د افغانستان ویاړلی ولس به د روانې میاشتې غبرګولي په ۲۴ په خپل هېواد کې یو ځل بیا د رښتینو اتلانو په یاد په خپلې رایې سره داسې اتلولۍ ته لاره پرانیزي چې د تیر په څیر زمونږ تور مخي دښمنان لاس په زنه ورته حک پک پاتې شي.
مونږ د افغانستان ولس د هیڅ راز کورني او بهرني منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې نه رازو، مونږ په خپله شخصي وسله به د خدای په مرسته د خپلو ټاکنو امنیت برابر کړو او دتیر په څیر به هیچاته د بی نظمۍ اجازه ورنکړو، همدا راز، مونږ د ټاکنو اړوندو کمیسونونو څخه په درناوي غوښتنه کوو چې دا ځل دې په ټاکنو کې د ځینو نابودو کړیو مخه ونیسي تر څو د تیر ځل په څېر ځینې صندقونه په جعلي کارټونو ډک نکړي.
زه له هر افغان څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې اوس خو تاسو د دوه درنو نوماندانو اصلي برنامې او پروګرامونه ولیدل او د دې شاهدان هم وی چې له چا سره ولسي ملاتړ وجود لري، څوک د ولس او زمونږ بیوزلي افغانستان لپاره هر اړخیزه تګلاره لري، په اوسنیو شرایطو کې څوک د ملي زعیم وړتیا لري، چاته باید رای ورکړو ترڅو هغه د نوي یمې لسیزې تاریخ بیا تکرار نشي، څوک د یو ټولشموله افغانستان لپاره د زمونږ د رای وړتیا لري.
په پای کې وایم چې اې زما ویاړلیه ولسه که غواړې چې د سیمې شیطاني او فرعوني ګاونډیو له شره او په افغانستان کې د ځینو بد اخلاقو ، مزدورو، متعصبو او نفرینو کسانو له ناسم چلند څخه خوندي وسئ نو داسې کس ته رایه ورکړئ چې هغه د دې څوکۍ لپاره علمي شخصیت وي، پوهه ولري، د ایران او پاکستان مخالف وي ترڅو چې مونږ او زمونږ د راتلونکې لپاره سوکال ، سرلوړی او پرمختللی هېواد ولرو.
د لومړي پړاو ټاکنو له ټاکنیزو منډو تړرلو څخه را په دېخوا د پاکستان څارګره اداره او رسنۍ د افغانستان په ولسمشریزوټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه کمپیانونه کوي او دی په افغانستان کې د سولې اوټیکاو د ټینګولو لپاره غوره کس بولي حال دا چې دغه نوماند په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د حل یواځېنی لاره په فزیکي او مخامخ توګه مبارزه ګڼي د دې (Be Bonyada khabara).
دا چې زمونږ د کړیدلي هېواد او ولس ستر دښمن خپلو شومو او مغرضو افکارو سره غواړي د پخوا په شان خپلې شومې سیاسي موخې جاري وساتي نو ځکه کله د خپلو چټلو رسنیو له لارې د افغانستان قوانینو پر خلاف او نړیوال منشور په مغایرت سره مخکې له مخکې یوه ځانګړي کس ته یو ډول کمپاین کوي، هڅه کوي په فزيکي او یا هم فکري توګه زمونږ د ولس عام ذهنونه ګډوډ کړي.(Doshman day Tana Poi da pohezhe chi kam kar za wowayama haghoi da haghay mokhalifat kai. bia fekar woka).
د پاکستان له لوري د ځانګړي نوماند ملاتړ او هغه ته کمپاین هماغه د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر خبره ده چې ویلي ول چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د خپلو سټراټیژیکو موخو لپاره چې ګنې غیر پښتون وي ترڅو د ډیورند کرښه ورسره په رسمیټ وپېژني او د افغانستان راتلونکي دولت اړیکې هند سره هم (Shamali Talwala noom pay Pakistan khikhod aww woss day bia ghair pakhton pa noom Afghanan day taqseem khalal.)
noor practice pa kar day.