پاکستان وايي: په طالبانو نفو‌ذ لرو خو هغوی اداره کولی نه شو.
دا په دې مانا چې اوس طالبان په خپله د پاکستان حکومت ته هم يو ګواښ دی .خو د اندېښنې وړ پوښتنه دا راپيدا کيږي چې ايا د داعش د ترهګريزو کړنو په مقابل کې د طالبانو څخه د روسيې او نورو هيوادونو ملاتړ به د سيمې لپاره يو  بل لوی ګواښ نه وي؟
د سر تاج عزيز وروستی سفر کابل ته د دې لپاره و، چې  کابل ته ډاډ ورکړي چې دوی نور د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شوي کومې پېښې چې په کابل کې شوې دي د پاکستان حکومت پکې هيڅ ډول مداخله نه لري او  همدا راز يې له کابل  څخه هم غوښتنه  وکړه چې نور دې افغانان هم په ټولنیزو رسنیو (سوشيل ميډيا) کې د پاکستان پر ضد پرپاګنده بنده کړي.
په ورته وخت کې د طالب مشرانو ليدنې له ايرانی چارواکو سره د افغانستان حکومت ته يو څه ډاډ ورکړ چې اوس پاکستان په ريښتنې توګه د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شوی دى، او دا ورته په ډاګه شوه چې اوس طالبان د يو نوي ملاتړ کوونکي په لټه کې دي.
په دې وروستيو كې  د پاکستان دولت چې  کومې  څرګندونې  کړې تر يو حده راته ريښتنې ښکاري ځکه چې د روسيې وروستۍ لېوالتيا په سيمه کې د استخباراتي لوبې کولو لپاره شايد د طالبانو له ځان سره لرل وي چې پدې برخه کې افغان دولت هم را ته يو څه ښکېل ښکاري. د هيواد په شمال کې د طالبانو له خوا د يو مهم او ستراتيژيک ولايت کندز نيولو او سقوطولو دا څرګنده کړه چې د داعش په شمول طالبان تر اوسه هم د سيمې لپاره يو لوی ګواښ ده بل د دې پېښې په تر سره کولو کې دوی خپل ځان ته هم ښه مارکټينګ  وکړ ترڅو روسيه او نور هغه هيوادو ته چې غواړي له امريکا او اروپايي ټولنې سره لوبۍ وکړي له دوی سره دې نوی قراردادونه وکړي.
 بلې خوا ته د افغان دولت لپاره يې دا ګټه وه چې د نړيوالو پام يې ځان ته را واړو  او همداراز د غني وروستۍ غوښتنې له روسيې څخه يو بل پيغام هم دامريکايانو او د اروپايي ټولنو لپاره و، چې نور اروپا او امريکا د افغان ‌دولت د ملاتړ څخه لاس په سر شوي دي. د غني دې کړنې په امريکا او اروپا کې د دولت په مقابل کې د خلکو قهر را پا‌رولى.
 حتى د امريکا د ‌راتلونکو جمهوري رياست ټول ټاکنو احتمالي نوماندانو په خپلو پلويانو غږ کړی چې په هيڅ صو‌رت به روسيې ته اجازه و‌رنه کړي چې د امريکا ګټو ته په افغانستان او سيمه کې خنډ شي.
زما په اند دلته اوس يوه نوې لوبه پيلېدونکې ده چې دې لوبې ته پاکستان په ډېرې بې صبرۍ منتظر دی، اوس نو دا به ولسمشر غني او اجرائيه رئيس داکټر عبدالله د خپلې  سياسي پوهې  او رهبري  په مټ  خپل ملت ته په ډاګه کړي چې دوی څنګه پدې لوبه کې لوبيږي.
One thought on “پاکستان ولې طالبان نشي اداره کولی/ پرخه صافۍ”
  1. ستاسی لیدلوری ډیر سطحی دی. رښتیا دا دي چه طالب ، القاعده او داعش ټول یوه پروژه ده چه د امریکا او د هغه د سیمه ایز ملګرو له لوری پر مخ وړل کیږی .پاکستان پدی پروسه کی د امریکا او انګلیس د برنامی چلونکی ده او همدی دندی لپاره تنخواه اخلی اما د برنامی اختراع کوونکی ندی! په افغانستان او دی ټولی سیمی کی د تروریزم پر نامه دا جګړه مطلق مصنوعي ده او هیڅ حقیقي بڼه نلري . دا پدی مانا چه غربیانو د خپلو ګټو او موخو لپاره دا مصنوعي جګړه او اخ او ډب ژوندی ساتلی ! هم طالب او داعش ته اکمالات ورکوی ( د پاکستان لا لاری ) او هم افغان اردو ته ..منځ کی مرګ او وینی تاسی وینئ ! د کندوز او د افغانستان د نورو ولسوالیو سقوط په لوی لاس تر سره کیږي او دا پروسه د امریکایانو په امر تر سره کیږی ځکه چه به نظام کی دننه خپل ځانګړی مزدوران لري .د سقوط د پروسی اساسی هدف د افغانستان به شمال کی دامریکايي طالب او داعش مصنوعی ځواک ډونډوره کول دی تر منځنی اسیا ته لاره پیدا کړی او روسیه ګواښ کړي خو پوتین ډیر بیدار دی او غربیانو دا لوبه نه بریالی کیږی . د همدی لوبی به تړاو په سوریه ، یوکراین او ان به افریقا کی د دوی تر منځ اخ او ډب روان دی ! دا ټوله یوه جګړه ده اما نومونه او محاذونه یی جلا دي خو دا ټولی جګړی امریکایي دي او تمویلونکی یی هم امریکا ده! سوال دا دی چه موږ خپل ولس د امریکا او بریطانیی د دغی شیطانی کړونو څخه څنګه ژغورولای شو؟ دا کار د امریکایی جاسوسانو لکه د اتمر او نورو په شتون کی امکان نلري . مننه

ځواب ورکول aimal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *