تاند- په کونړ ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې پاکستان یوځل بیا تېره شپه د دغه ولایت په درو ولسوالیو تر سلو زیات توغندي ویشتي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل رسنیو ته وویل چې له تیرې شپې راهیسې تر نن سهاره پورې د دانګام، شیګل او مرورې ولسوالیو په اړوندو سیمو ۱۱۸ توغندي لګیدلي دي.
سیدخیل زیاته کړه چې په دې توغندیو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیان یې اړولی دی.
پر کونړ ولایت د پاکستان له خوا د توغندیو ویشتل د افغان حکومت او مدني ټولنو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي، خو پاکستان حملو ته دوام ورکړی او وايي چې خپل وسله وال مخالفان یې د افغانستان په خاوره کې ځالي لري او له هغه ځایه د حملو لپاره د پاکستان لور ته اوړي.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له دې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ چې د پاکستاني چارواکو په وینا طالبان له افغانستانه کوز دیر ته واوښتل او پر پاکستاني پوستې یې برید وکړ.
2014.07.31د تاند محترمو لوستونکو زه پر دی مطمين يم چي امريکايان او ناتو دخپلو ګټو په خاطر دپنجاب پاکستانی نظاميانو په وړأندی به هڅکله کوم اقدام ونکړی يو مشهور متل دی چي وای (مسافروته دکلی دسپو سلاءيوه ده)ياوای چی(تور سپی دشغال ورور ده)نو ځکه که په زرهاوو راکت ووروی نو دوی به ورته هيڅ ونه وای .پدی سختو شرايطو کی افغان دولت ته پکارده چي بل قوی الترناتيف پسی وګرځی،تر څو بيا له نوی خپل نظامی سيستم جوړ اومن
او منظم کړې کله چی موږ قوی اردو ولرو بيانو دادانګريز بچيان پر موږ تيری نشی کولای موږ ته دچا اردو يا مسلح قوا نده پکار، موږته مدرن اوقوی سلاء پکار ده بايد ضروريي په لاس راوړو،که زموږ حکومت دی ته انتظار وی چی امريکايان به سلاء ورکړی دا يو خوب ليدل دی دوی يوهغه هيواد چی اتوم لری موږ سره هيڅکله نه برابروی نو بايد خپل سر خلاس کړو ____دا دلوړ مطلب پاتی ده.زه دتاند دمسولينو څخه هيله کوم چی دا مطلب نشر.
مننه
دا په رښتيا دخفګان خبره ده خو يوه بله خبره چې دلا ډير خفګان ده هغه دا چې همدغه شرقي ولايات چې پاکستان راکټونه پرې وروي , دوي د همدغه تش په نامه هېوادپيسې کاروي. دا خلک ولې دومره بې ترخې دي؟