تاند- پاکستان وايي، د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمه کې یې د ګازو لویه زېرمه موندلې ده.

د ډان نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د ګازو په دې کشف شوې ساحه کې ۳ تریلیون مترمکعب ګاز شته.

ډان نیوز وايي، د ګازو د استخراج لپاره لومړني کارونه شوي دي.

د پاکستان د تېلو وزارت د شمالي وزیرستان په ۱۵ برخو کې د ګازو د استخراج جوازونه صادر کړي دي.

د پاکستان د تېلو وزارت وايي چې په شمالي وزیرستان کې د تېلو لویې زېرمې هم موندل شوي دي.

د پاکستان حکومت پانګوونکو ته ویلي چې په ۶ میاشتو کې ګاز او تېل راوباسي.

4 thoughts on “پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ګازو لویه زېرمه وموندله”
  1. افغانستان باید پدی هکله ملګروملتونه ته شکایت وکړی چی داسمه لاتراوسه هم دافغانستان ده

  2. د تاند خبری سایت درانه هیواد والو سلام؛
    دیر څه نه وایم، تاسو ته لازمه نده چی د وزیرستان تر څنگ پاکستان نوم سرښ کړی؛
    وزیرستان دپاکستان سیمه نده تاسو هم باید خپلی خبری اعتراض آمیزه ولیکی؛

  3. افغانستان باید اهتجاج وکړي او ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي. پاکستان باید په هیڅ صورت د ګازو استخراج ته پرينښودل شي.

ځواب ورکول آقامحمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *