تاند- پاکستان نن/چهارشنبه/ وویل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستنې او له امریکا او افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو هرکلی کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عزیز احمد چودري وویل:«پاکستان د قطر په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو او دغه راز د طالبانو، افغان حکومت او امریکايی چارواکو ترمنځ د سولې لپاره د خبرو هرکلی کوي ځکه چې دغه هیواد(پاکستان) له ډېرو وختونو راهیسي سولې ته د رسېدو د یوې لارې د موندلو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو په خاطر هلوځلو ته دوام ورکړی دی.»

ښاغلي چودري ټینګار وکړ، پاکستان په ځلونو ویلي چې په سیمه کې د سولې او امنیت د رامنځته تګ لپاره باید هر څومره ژر چې کېدای شي د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په افغانستان کې د خپل هیواد رول رغنده او مثبت وباله، ویې ویل: پاکستان تل په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کړی او اوس هم حاضر دی چې د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنو ته په پام سره په دغه هیواد کې د ټینګې او دوامدارې سولې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

خو افغانستان په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانستلو خوښ نه دی.

په دوحه کې د «اسلامي امارت» د سیاسي دفتر له پرانستنې وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرېکړه وکړه چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې ځنډوي.

د ولسمشر کرزي ویندوی تور ولګاوه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د واشنګټن پیغامونه ضد ونقیض دي.

خود امریکا ولسمشر بارک اوباما په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستنه د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د پخلاینې لور ته مهم ګام وباله او له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د پلاوي د استولو په اړه یې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د پرېکړې هرکلی وکړ.

اړوند مطالب

کرزي د اعتراض په دود له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې وځنډولې
امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې يپیلوي
ولسمشر کرزی: له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې باید په افغانستان کې وشي

اوباما په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې د خبرو لپاره مهم وباله
په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په اړه د ګلف نیوز تبصره
محور ورځپاڼه: طالبان حکومت جوړولو ته یو ګام ورنږدې

ولسي جرګې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له جوړیدو سره سخت مخالفت څرګند کړ

3 thoughts on “پاکستان په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو هرکلی وکړ”
  1. ښه ورته وګورئ، تاند ډېر شکلی عکس انتخاب کړی یا میکس کړی دی. تاسو دا ږیره وګورئ او دا بې ږیرې او بریتو وګورئ. دا په نامه پښتون وګورئ او دا په غیرت پنجابی وګورئ، او بیا سوچ وکړئ چې څومره افغانان داسې بې ږیرو د دغو ږیرورو په لاس ووژل، څومره ماشومان یې ووژل، څومره یې تیمان کړل؟ ای دا څه کوئ څومره افغان خره یې ووژل، خالق تعالی دې زمونږ د خرو بلا په دغو پنجابیانو باندې ور واچوي. اللهم اهلکهم هلاکته سیئه

  2. په افغانستان کې هز چا چې واک تر لاسه کړې د واک د ساتلو او ډيرو پیسو د لاسته راوړلو لپاره يې په دې مظلوم او بې وسي ملت د هیڅ څه نه هم لاس نه دې نیولی بیوزلي افغانان یې په هغه او په دغه نامه د پردیو په خوښه وژلي او رټلي دي الله دې ظالم تور مخی او ناکامه لري آمین ثمه آمین

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *