تاند – پاکستان د نړۍ په سطحه د خوندي او غیرخوندي هېوادونو په لړ کې څلورم غیر خوندي یا خطرناک هېواد ګڼل شوی دی.
په یوه راپور کې چې د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې خپور کړی راغلي، د نړیوال اقتصادي فورم له خوا د نړیوال سفر او ګرځندوی په هکله د تیار کړای شوي راپور له مخې، پاکستان په نړۍ کې څلورم خطرناک هېواد دی.
په دغه راپور کې د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد فنلنډ ته ۶.۷ نومرې ورکول شوي په داسې حال کې چې پاکستان ته یوازې ۳.۰۴ نومرې ورکول شوي دي.
د نړیوال اقتصادي فورم د راپور له مخې د نړۍ د ۱۲ ډېرو خطرناکو هېوادونو په لړ کې د پاکستان یو ګاونډی یا نژدې هېواد هم نه دی یاد شوی. په نورو جرمونو سربېره، د پاکستان د ډان ورځپاڼې د یوه راپور له مخې یوازې په یوه کال کې په دغه هېواد کې ۱۲۰۳ ماشومان تښتول شوي دي.
د خوندي هېوادونو په لړ کې تر ټولو ډېر خوندي هېوادونه په ترتیب سره فنلنډ، قطر، متحده عرب امارات، آیسلنډ، اتریش، او لوګزامبورګ ښودل شوي دي.
که څه هم چې په کور دننه د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي چې غواړي خپلو هېوادوالو ته ښه امن برابر کړي او له همدې امله د پوځي اقتصادي منابعو تر څنګ د دغه هېواد د کلنۍ عادي او انکشافي بودجې ډېره برخه ترلاسه کوي خو د نړیوالو سرچینو له معلوماتو او عملي امنیتي حالاتو څخه داسې ښکاري چې دا یوازې تبلیغاتي هڅې دي او حقیقت دغسې نه دی.
کیدی شی اول وی ولئ حکومت یا فوج یی دواړه طرف خوری غل هم مالک هم ده