تاند، شنبه، د حمل ۱۶ مه: د پاکستان په لویو ښارونو په ځانګړي ډول کراچۍ کې په سلګونه زره افغان کډوال له کورونایي قرنطین او د قیوداتو څخه سخت کړیږي.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په قول افغان کډوال وایي، که څه هم کرونا خطرناکه ده، خو لوږه تر هغې لا وژونکې ده ځکه د ډیرو کورنیو غذايي مواد مخ پرخلاصیدو دي او هیڅوک یې غم نه خوري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د یوې کمیټې مشر حاجي عبدالله ډان ورځپاڼې ته ویلي، د کورونا په خاطر وضع شويو قیوداتو او ګرځبندیز په خلکو ک‌ پریشاني او ډپریشن نورهم تقویه کړی دی: ((خصوصأ په ځوانانو کې ځکه هغوی نه کار لري نه د عاید بله سرچینه، د ژوندانه لومړني ضروریات او غذايي مواد یې هم مخ پر کمیدو دي. خو نه پاکستاني چارواکي او نه هم خیریه سازمانونه د افغان کډوالو غم خوري.))

د پاکستان د سند په ایالت کي تقریبأ ۵۰۰۰۰۰ افغان کډوال ژوند کوي، چي نیمايي یې د کراچۍـ شاوخوا سیمو کې تر ډیرو خرابو صحي شرایطو لاندې ژوند کوي او هیڅ نوع نظافت نه پکې مراعتیږي.

دوی وایي، ممکنه ده، که یو وارې هلته د افغان کډوالو په پنډغالو کې کورونا خپره شي نو په ډیر سرعت سره به بې وزله افغانان زیانمن کړي.

په ټول پاکستان کي بیا تقریبأ ۲،۸ ملیونه افغان مهاجر ژوند کوي.

پدې ډول سره نو تر ترکیې وروسته پاکستان د نړۍ دوهم هیواد دی، چې دومره ډیرو مهاجرو ته یې ځای ورکړی دی.
خو هغه افغانان لا جلا ستونزې پکې لري چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي دي.

دغو افعانانو ویلي چې له هوټلونو ایستل شوي او دوی اوس په سړکونو ژوند کوي.
پاکستان همدا راز له افغانستان سره لارې هم تړلي او نږدې لس زره کانټینره یې په تورخم او چمن کې ایسار کړي دي.

One thought on “پاکستان کې افغان کډوال په بد حالت کې دي”
  1. دا خو زمونږ د اوسني ملی خاین دولت لاسته راوړنه ده. د طالبانو د سقوط نه وروسته اکثره مهاجر راستانه شو او په خپل هیواد کې که څه هم اسانتیاوې نه وې میشت شو، ، خو د غني او عبدالله ملی غل دولت د خلکو ژوند صفر کړ. نه یې صحي اسانتیاوې برابرې کړې او د خلکو اقتصاد یې هم نیست او نابود کړ. خلک یې دې ته اړ کړل چې بیرته هیواد پریږدي او دغو هیوادو ته بیرته لاړ شي. تر څو چې زمونږ په هیواد کې دا د خلکو په وینو تغذیه کیدونکي مشران موجود وي او ددې ویده او بې فکره ملت ملاتړ ورسره وي دا حالت بدلیدونکی ندی. الله مو دې ددوی له شره په امان کړي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *