تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: د پاکستان د حکومت پر ضد د ملایانو د څو ګوندیز اتحاد اعتراضیه میلیوني مارش لاهور ته ورسېده.
مولانا فضل الرحمن د عمران خان حکومت تورنوي چې پاکستان یې په اقتصادي بحران اړولی دی، له همدې کبله یې څو ګوندونه په څلورو ایالتونو کې راټول کړي او غواړي چې اسلام اباد ته یې سبا د اکتوبر په ۳۱مه راټول کړي.
راپورونه وايي، د مولانا فضل الرحمن د اعتراضیه ازادۍ مارش مخې ته د پیپلز ګوند ځايي چارواکي تر نیازبیګ سیمې پورې هرکلي ته هم ورغلي دي.
دا څو ګوندیز ایتلاف وايي، په اسلام اباد کې به یې تر هغو کاروبارونه تړلي او په میدان اړولي وي تر څو عمران خان استعفی ته مجبور کړي.
دوی په سړکونو مارش کوي، راشه زموږ خیرن بوین پټاني/چړي ته، پردۍ زیړې بوشکې به اوږه جوړ سړک پسې سرګردانه