تاند- د خوست ولایتي چارواکي وايي چې پاکستان ۲۹ تنه افغان بندیان ورسپارلي دي.
د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دا کسان د پاکستان امنیتي ځواکونو د خپل هیواد په بېلابېلو سیمو کې نیولي ول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان دا بندیان د دوو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ د دیپلوماتیکو تماسونو په پایله کې د خوست ولایت سیمه ییزې ادارې ته سپارلي دي.
په خبرپاڼه کې د بندیانو د سپارل کېدو د نېټې یادونه نه ده شوې خو ویل شوي چې هغوی د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
د خوست چارواکي وايي چې دا کسان به ژر خپلو کورنیو ته وسپاري.
تر دې مخکې پرون پاکستاني رسنیو وویل چې امنیتي ځواکونو یې په وزیرستان کې د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر افغانان نیولي دي.
دا یی د شلغمو به پټیو کی نیولی وو او که چیرته یی جوار مات کړی وو؟