حامد كرزى د افغانستان د اسلامي جمهوريت پخوانى جمهور رئيس په پېښور كې هغه تروريستي حمله په شديدو ټكو غندي چې په ترڅ كې يې د يو ښوونځي تر يو سل او ديرش زيات متعلمين ووژل شول او تر دوه سوه او څلويښتو زيات ټپيان شول.

دغه بريد پرون سهار د پېښور په آرمي ستډيوم ته نږدې د شپږو تنو ترهګرو لخوا پيل شو چې نږدې تر ماښامه يې دوام درلود.

حامد كرزى دا د هغې كرغېړنې جګړې برخه بولي چې زموږ په سيمه په تېره د ډيورنډ دواړو غاړو كې ميشت خلك يې قربانيان دي. د داسې وحشيانه حملو ترسره كول د اسلام د مقدس دين د تعليماتو خلاف عمل دى او په هيڅ توګه نشي توجيه كېداى.

حامد كرزى د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداي (ج) له درباره صبر او ټپيانو ته عاجل صحت غواړي.

2 thoughts on “پخواني ولسمشر حامد کرزي د پېښور حمله وغندله”
  1. ذبيح الله مجاهد هم دا حمله وغندل اما د پکتيکا د قتل عام پړه يې په ډېره بې شرمي پر خپلو اوږو واخستل ، زه بېرېږم
    چي مجاهد خو به هلته ستا په استازيتوب هم نه وي ږغېدلی ؟ ځکه ما نه دي اورېدلي چي تا دي د داخلي وحشتونو او انسانوژنو په اړه څه ويلي وي٠

  2. یوه لسیزه پخوا پخوانی ؤلسمشر حامد کرزی چې خپله هم امریکایانو راوستی ؤ ، او د امریکایانو پر مټ یې د افغانانو پر اوږو په زور ور بار کړی ؤ ، یوه ورځ پېښور ته ورغۍ . د هغه ځای ډېر پخواني سندر غاړي او په ساندو ویلو مشهور تنظیم (نېشنل ګوند ) خپل څو تنه سندر غاړي ور ته درولي وو . او تحریک آمېزه سندرې یې داسې ور ته ویلې :
    د شملو وطن ته راشه چې شملې در ته په سر کړو ـــ ته رڼا د ستورو راوړه ، موږ به وینې د زړه درکړو.
    ښاغلي حامد کرزي ددې سندرې په بدل کې پنجاب ادارې ته دداسوبند د کاسې ډکولواو د ملابرادر د خوشې کواو له پاره له ننګرهاره تر نورستانه دا ټوله سیمه په خطر کې واچوله او تر ننه پورې دده د غلطو سیاستونو له برکته تر اوسه پورې په اور کې سوځي . نو اوس د څه له پاره د پېښور ترورېستي حمله پر آرمي سکول باندې غندي ؟ باید چې هماغه وخت یې پر افغان بچیانو زړه سوځلی وای . اوس به د پښتنو بچیان ترورېستانو په مکتب کې د ننه نه وای ویشتلي او شهیدان کړي .زه د نوموړي دا غندنه یوازې دده د خپلې خولې بړاس او یو سیاسي غږ بولم او بس .

ځواب ورکول khwajatamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *